بلوچستان کې خلک د تېلو د ارزانېدو هرکلی کوي خو وایي ټرانسپوټرانو کرایې نه دي کمې کړې
Your browser doesn’t support HTML5
د پاکستان حکومت درې ورځې وړاندې د پټرولیم مصنوعاتو د ارزانه کولو اعلان کړى وو خو ټرانسپورټرانو تر اوسه کرايې نه دي کمې کړي، خلک د تېلو د ارزانېدو هرکلی کوي خو وایي حکومت باید د تېلو د بیو له کمولو سره د ورځني ژوند د نورو شیانو پر قیمتونو هم کنټرول وساتي. تفصيل له کوټې څخه د حمید سمسور په رپورټ کې: