مامورین د جرمني هغه ګوند څارل غواړي چې د مسلمانانو او مهاجرینو په ضد د کرکې راپارولو الزام پې پورې کېږي

د رپورټ د لیکوالانو په نظر ای اېف ډي د مسلمانانو او د مهاجرینو په ضد نفرت راپاروي او په ملک کې داسې زهرجنه سیاسي فضا جوړوي چې د تشدد د خپرېدو خطر وي پکې. د رپورټ مصنفین وايي د ای اېف ډي د جرمن حکومت او د نورو سیاسي ګوندونو د ردونې حوصله افزايي کوي

د جرمني استخباراتي ادارې ویلي داسې شواهد موجود دي چې په بنیاد یې د ښي لاس د حکومت تر ټولو لوی مخالف ګوند "الټرنېټیو فار جرمني" یا ای اېف ډي غیر اييني او د جمهوریت په ضد بلل کېدی شي.

په ګوند د مسلمانانو او د مهاجرینو په ضد د جذباتو راپارولو الزام هم پورې کېږي.

په داسې حال کې چې په جرمني کې انتخاباتو ته شپږ میاشتې پاتې دي د ایین د تحفظ وفاقي دفتر بي اېف وي غواړي چې عدالت د دې خبرې سره اتفاق وکړي چې د ټول ای اېف ډي پارټۍ څارنه شروع کړي.

ای اېف ډي د څارنې په ضد عدالت ته خواست کړی دی او د جمعې په ورځ یو عدالت وویل ترڅو د پارټۍ په خواست فېصله نه وي شوي د ګوند څارنه دې نه شروع کېږي.

که چېرې عدالت د دې خبرې سره اتفاق کوي چې ای اېف ډي دې جمهوریت دپاره خطر وبلل شي نو بیا به یې حکومتي اداره د غړو او د پارټۍ څارنه شروع کړي، د پارټۍ مواصلات په په خفیه طریقه اورېدل کېږي او مخبران به پکې په ځای کولی شي.

ای اېف ډي وايي دغه ګام د جمهوریت خلاف دی او د انتخاباتو نه وړاندې د ولس په فکر د اثرانداز کېدلو کوښښ دی چې د نورو ګوندونو په مقابل کې به پارټي په مساوي توګه په انتخاباتو کې د برخه اخیستلو نه منع کوي.

خو د نورو ګوندونو سیاستوال د ای اېف ډي د څارنې حمایت کوي.

د چانسلرې اېنګلا مرکېل د سیاسي ګوند کرسچین ډېموکرېټس اتحادي پارټۍ سي اېس یو د داخلي چارو ترجمان ولکر اولریچ وايي د دفاع وړ جمهوریت مطلب د ازاد جمهوري نظام د مخالفینو په ضد و جنګیدل دي.

د ګرین پارټۍ د پارلېمنټ غړی کونسټانټېن وان ناټز وايي تاریخ هم ښودلي چې د قانون مخالفین هم منتخب کېدلی شي او بیا دغه کسان حمهوریت او د قانون عملداري ختمه کړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي که چې بي اېف وي د عدالت منظوري ترلاسه کړي نو دا به یو تاریخي ګام وي خو ای اېف ډي به لومړی ګوند نه وي چې د څارنې لاندې په راشي.

د ګس (چپ) لاس ډای لېنک ګوند د ۲۰۰۷ نه تر د ۲۰۱۴ پورې د تندورۍ په شک څارنه شوي وه خو د دویم نړیوال جنګ نه پس به دا لومړی ځل وي چې یو مرکزي پارلېماني پارټي به د څارنې لاندې وساتل شي.

د جرمني استخباراتي چارواکي وايي په ۲۰۱۳ کې د جوړېدو نه پس د مهاجرت مخالف او يورپي اتحاد ته د شک په نظر کتونکي دغه پارټي د ښي لاس انتها پسندۍ په لورې تللي ده.

د وي او ای رپورټ وايي د بي اېف وي بنیادي توجه په ای اېف ډي کې دننه په فلوګل څانګې ده چې په رسمي ډول پې پابندي لګول شوي ده خو د دغې څانګې پلویان اوس هم فعالیت ترسره کوي او اثرروسوخ یې په زیاتېدو دي.

د ای اېف ډي د هدف کولو د بي اېف وي د فېصلې نه وړاندې یو کال څېړنه شوي وه چې په نتیجه کې یې د ۱۰۰۰ پاڼو رپورټ تیار کړی شوی دی. په څېړنه کې د ای اېف ډي د ۳۰۲ مشرانو د تقریرونو او سوشل میډیا پوسټونو ته کتنه شوي ده.

د ډرشپګل مجلې ترمخه ای اېف ډي د جمهوریت سره تعلق په اړه پوښتنې راپورته کېدلی شي او د انساني حقونو په اړه منفي سوچ لري.

د رپورټ د لیکوالانو په نظر ای اېف ډي د مسلمانانو او د مهاجرینو په ضد نفرت راپاروي او په ملک کې داسې زهرجنه سیاسي فضا جوړوي چې د تشدد د خپرېدو خطر وي پکې. د رپورټ مصنفین وايي د ای اېف ډي د جرمن حکومت او د نورو سیاسي ګوندونو د ردونې حوصله افزايي کوي.

د رپورټ د څیړونکو ترمخه ای اېف ډي جمهوري نظام او سیاسي مخالفینو ته د کرکې په نظر ګوري چې له امله داسې ډول تشدد راپارېدلی شي چې د جنورۍ په شپږمه نېټه په واشنګټن کې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ پلویانو راپارولی و او پکې د کیو ای نون په رنګ د سخت دریځه ډلو پلویانو د امریکې د کانګرس په ودانۍ یرغل کړی و.

د رپورټ مصنفینو په اګست کې د جرمني په پارلېمنټ د یرغل ذکر هم وکړو چې د سلګونو په تعداد کې د پارلېمنټ د ودانۍ چاپیره حصار ور وختل او ځینو پکې د پخواني جرمن سلطنت تور، سره او سپین بېرغونه پورته کړي وو. دغه رنګونه په یو وخت کې نازیانو هم خپل کړي وو. پولیس احتجاج کونکي بېرته وتنبول.