په ګيني کې د فټ بال مېچ په موقع په سټېډیم کې اړي ګړي کې ۵۶ کسان وژل شوي دي

په یو وډیو کې چې روېټرز خبري ادارې يې تصدیق کړی لیدل کېږي چې په لسګونو خلک د بدانتظامۍ نه د تښتېدو دپاره په دنکو دېوالونو اوړوي

په ګیني کې د فټ بال په یو مېچ کې د رېفري په لانجمنه فېصله تشدد راوپارېدلو او حکومت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په اړي ګړي کې ۵۶ کسان وژل شوي دي.

په اېنجرکور ښار کې تشدد د هېواد د پخواني پوځي مشر په نوم راجوړ کړی شوي د فټ بال ټورنامنټ په فاینل مېچ کې وشو.

د پېښې په اړه حکومت په یو بیان کې وویل د فټ بال ځینو مينه والو کاڼې وورول چې له امله يې انتشار او ګډوډي جوړ شو.

په یو وډیو کې چې روېټرز خبري ادارې يې تصدیق کړی لیدل کېږي چې په لسګونو خلک د بدانتظامۍ نه د تښتېدو دپاره په دنکو دېوالونو اوړوي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د ښار د انتظاميي یو چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط وویل تشدد ځپلي ګڼ شمېر کسان ماشومان وو چې په داسې حال کې ګېر شول چې پولیس د اوښکو ګېس ورول شروع کړو. د دې وروسته سخته ګډوډي، انتشار او بدنظمي شروع شوه او ځینو مېندو او پلرونو د بچو مړي په رسمي ډول د شمارل کېدو نه مخکې اوچت کړل.

په انټرنېټ د پېښې وډیوز او تصویران شریک کړی شوي دي چې ګڼ شمېر بې حرکته جسدونه ښيي. روېټرز په سمدستي ډول د وډیوز نه شو کولی.

د حکومت مخالف اتحاد نېشنل الاینس فار چېنج اېنډ دېماکرېسي په حکومتي چارواکو الزام ولګولو چې د پخواني پوځي مشر د سیاسي حمایت دپاره د ټورنامنټونو انتظام کوي چې د صدارتي انتخاب نه مخکې د نګرانۍ د منشور خلاف ورزي ده. د ګیني پوځي واکدارانو په دې اړه څه نه دي ویلي.