پاکستان اؤ چین یو شمیر تړونونه لاسلیک کړي، د ګوادر هواي ډګر پرانسته یې هم کړې

Gwadar International Airport inauguration

اسلام اباد ته د چین د وزیراعظم لي چیانګ د سفر په ترڅ کې پاکستان اؤ چین په بیلابیلو څانګو کې په یو شمیر مفاهمي یاداښتونه لاسلیکونه کړي اؤ هم د ګوادر هواي ډګر ورچویل یا انلاین پرانسته شوې ده.

د چین وزیراعظم هوډ څرګند کړی چې هیواد به یې د پاکستان پرمختیا کې خپل کردار همدغسې ادا کوي اؤ وایي د ګوادر هواي ډګر جوړېدل یو مهم سنګ میل دی.

چین اؤ پاکستان د مرستې دا تړونونه په داسې حال کې لاسلیک کړي چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې په چینایي وګړو ترهګریز بریدونه سیوا شوي اؤ چین پرله پسې په پاکستان ټينګار کوي چې د وګړو امنیت یې باید خوندي کړل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت شمېرې ښیي چې په تېرو څلورو کالو کې د پاکستان دننه بیلابیلو ترهګریزو بریدونو کې ۲۲ چینایي وګړي وژل شوي دي.

د ګل - دوشنبې په ورځ د پاکستان اؤ چین د وزیراعظمانو په موجودیت کې د دواړو هیوادونو تر منځ په بیلابیلو څانګو کې د تړونونو لاسلیکولو دستوره په اسلام اباد کې راجوړه شوې وه.

د پاکستان د سرکاري ټي وي (پي ټي وي نیوز) له مخې په دغه مهال بیجنګ اؤ اسلام باد د سي پيک د کاري ډلې،د انساني وسیلو د پرمختیا،د اوبو د وسیلو ،اطلاعاتو، مواصلاتو،خوراکي تحفظ،د وړو کلاس رومونو اؤ ګډو لیبارټریو د جوړښت په اړه د مرستو په 13 تړونونو اؤ مفاهمتي یاداښتونو لاسلیکونه کړي دي.

په دغه مهال د ګوادر هواي ډګر انلاین پرانسته هم شوې اؤ د دواړو هیوادونو وزیراعظمانو ویلي چې ګوادر نه یوازې د سیمه ییزې پرمختیا لارې چارې پرانزي بلکې د پاکستان لپاره د ګیم چینجر یا لوبې بدلولو بڼه لري.

وزیراعظم شهباز شریف ویلي پاکستان اؤ چین چې په کومو تړونونو لاسلیکونه وکړل دا به د دواړو دوستو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د ښه تعلق اؤ همکارۍ یو نوی باب اضافه کړي.

هغه وویل د چین وزیراعظم سره یې لیدنه کې ګټورې اؤ تعمیري خبرې کړي اؤ پاکستان د خپل هیواد په ترقۍ کې د چین د کوټلي عزم پخلی اؤ ستاینه کوي.

د وزیراعظم شهباز شریف وینا وه چې د ګوادر هوایي ډګر فعالیدو سره به نه یوازې ګوادر بلکې ګرد هیواد پر مخ لاړ شي .

د شهباز شریف وینا وه" باور درکوم چې نه یوازې د سي پيک دویم پړاؤ باندې به عملدرامد کیږي بلکې د چین اؤ پاکستان د ولسونو د امن اؤ سلامتۍ لپاره به ستاسو سره په ګډه کار کووم"

دستورې په وینا کې د چین وزیراعظم لي چیانګ ویلي د ګوادر هوایي ډګر په سرته رسیدو کې د چین اؤ پاکستان مامورینو شپه اؤ ورځ کار کړی دی اؤ ددې نړیوال هوایي ډګر سرته رسېدل یو مهم څنګ میل دی.

هغه وویل ګوادر د سیمه ییزې ترقۍ لارې ګودرې پرانزې خو ددې تر څنګ د دواړو هیوادونو تر منځ پیاوړې دوستي هم په ګوته کوي.

هغه هوډ څرګند کړو چې هیواد به یې د پاکستان پرمختیا اؤ غښتلتیا کې خپل رول ته همدغسې ادامه ورکوي.

د شنګهاي د همکاریو سازمان کې د ګډون لپاره راغلي د چین وزیراعظم د پاکستان د پوځي سر لښکر جنرال عاصم منیر سره هم لیدنه کړې اؤ پاکستاني رسنۍ وایي چې دې لیدنه کې د دواړو هیوادو تر منځ د اړیکو د لا پیاوړي کولو اؤ پراخولو هوډ ښودل شوی دی.

پاکستان ته د چین د وزیراعظم له سفر وړاندې تېره اوونۍ په کراچۍ هوایي ډګر د چینایي وګړو په قافله شوي ترهګریز برید کې دوه چینایي انجنیران وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تېره میاشت ‎قامي اسمبلۍ ته په ليکلي رپورټ کې پخلی کړی ؤ چې په تېرو څلورو کلونو کې پاکستان کې لږ تر لږه20 چینایي وګړي وژل شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت لخوا مخې ته د راغلو شمیرو له مخې 17 چینایان په خېبر پښتونخوا او درې په سند (کراچۍ) کې وژل شوي دي خو د کراچۍ د اوسني برید نه وروسته په سیند کې د وژل شوؤ چینایانو شمیره پینځوؤ ته رسېدلې ده

د وژل شوو چینایانو دا شمېره د 2021م نه تر اوسه پورې ده.

‎د پاکستان پخواني سفیر جوهر سلیم وایي، د پاکستان او چین تر مینځ سي پیک یوه مهمه پروژه ده اؤ داسې هڅې کیږې چې د سی پیک په اړه بې باورې خوره کړی شې او بل اړخ ته د ترهګرۍ د پیښو له لارې دې پروژې ته زیان ورسول شی.

‎ډيوه سره خبرو کې هغه وایي د بده مرغه په دې وروستیو کې هم دغه رنګه پیښې شوي چې مقصد یې د بې امنۍ د فضا رامنځته کولو هڅې دي.

‎د زیاتره چینايي پنګو او پراجېکټونو مرکز نا ارامه بلوچستان صوبه ده اؤ بلوچستان صوبه کې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت نه یوازې د چین په مامورینو بلکې د پاکستان په امنیتي ځواکونو هم مرګوني بریدونه کوي.