هېریس او ټرمپ د بې طرفه ووټرانو د ګټلو هڅې کوي

د امریکې صدارتي ټاکنو ته یوه اوونۍ پاته ده او دواړه امیدواران کاملا هېریس او ډنلډ ټرمپ د خپل انتخابي کمپاین په وروستیو کې د هرې وړې ګټې تر لاسه کولو هڅه کوي او غواړي د هغو کسانو پام ځان ته واړوي چې لا یې ذهن نه دی جوړ کړی چاته به رایه ورکوي.

د ډیموکرېټ ګوند نومانده کاملا هېریس د یکشنبې- اتوار په ورځ د امریکې شپږم لوی ښار او د ډیموکرېټ ګوند کلک سنګر فیلاډلفیا ته تللې چې پکې هغه غواړي د پینسلوېنیا غوندې مهم ایالت کې د سیاسي جګړې په ډګر کې خپلې رایې تر لاسه کړي.

پینسوېلنیا د امریکې په اوو هغو ایالتونو کې دی چې پکې سخته انتخابي سیالي کېږي، ځکه خو هېریس او د هغې ریپبلکن سیال ټرمپ دواړه پرله پسې ورغلي او پلان لري د خپل انتخابي کمپاین په وروستیو ورځو کې بیا ورشي.

هېریس د یکشنبې- اتوار په سهار هلته د یوې کلیسا په مراسمو کې برخه اخیستې، وروسته یې د یو نایي یا حجام پر دوکان د تم کېدو، د «پورټو ریکن» په نوم یو ریسټورنټ کې د ډوډۍ خوړلو او د ځوانانو د باسکیټ بال جیم ته د ورتلو پلان جوړ کړی.

ډانلډ ټرمپ هم د خپل ټاټوبي نیویارک ښارد مېډیسن سکوېر په میدان کې د یکشنبې- اتوار په ماښام لویه غونډه کوي چې د هغه ګڼ شمېر پلویان ورغلي دي. د ټرمپ تر وینا مخکې د ګوند نورو کسانو په خپلو ویناوو کې پر کاملا هېریس کلکې نیوکې کړې دي.

یوه نظرپوښتنه ښیي چې ټرمپ په نیویارک ایالت کې د انتخاباتو ګټلو تقریباً هیڅ امکان نه لري، چېرې چې هغه د 2020م کال په صدارتي ټاکنو کې تر 40 فیصده کمې رایې تر لاسه کړې.

خو هغه دا ځل تمه لري او غوښتل یې د 19,000 څوکیو په میدان کې انتخابي غونډه وکړي او ځینو ملاتړو یې حتی د شنبې- خالي د ورځې له سهاره راهیسې لا کتارونه جوړ کړي چې تر 24 ګنټو زیات وخت وروسته غونډه کې ګډون وکړي.

د نیویارک مېډیسن سکوېر ګارډن د نړۍ تر ټولو مشهور میدان ګڼل کېږي چې له لسیزو راهیسې په سلګونو لویې سیاسي غونډې، د مشهورو پاپ سندرغاړو کنسرټونه، د باسکیټ بال او هاکي لوبې پکې کیږي.

کاملا هېریس پلان لري چې د سه شنبې- نهې په ورځ په پایتخت واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نیژدې په «ایلیپس پارک» کې خپلو رایې ورکوونکو ته وینا وکړي چې د هغې انتخابي کمپاین یې تر ټاکنو مخکې "وروستی دلیل" بولي.

هېریس په ایلیپس پارک کې په خبرو کولو سره له ټرمپ سره د ښکاره توپیر لرلو هیله لري، دا هغه ځای چې ټرمپ 2021م د جنورۍ پر شپږمه خپلو پلویانو ته ویلي وو کانګرس ته دې ورشي او "د دوزخ په څېر دې وجنګېږي" چې کانګرس د جو بایډن د کامیابۍ له منظورولو را وګرځوي چې ده ته یې د 2020م په ټاکنو کې ماتې ورکړې وه.

د فلوریډا پوهنتون انتخابي لېب د رپوټ له مخې تر 41 میلین زیاتو خلکو لا دمخه په شخصي توګه د رایې ورکولو په مرکزونو کې یا د ایمېل په ذریعه رایه ورکړې چې کېدای شي دا د ټولو رایو په شاوخوا څلورو کې یوه برخه وي. تر ټاکنو مخکې د ووټونو اچولو بهر لا روان دی.

د 2020م کال په صدارتي ټاکنو کې تر 155 میلین ډېر ووټونه اچول شوي وو، چې په شاوخوا درو برخو کې یوه برخه یې د ټاکنو په رسمي ورځ د رایې ورکولو په مرکزونو کې او پاته برخه یې تر ټاکنو مخکې یا د ایمېل په ذریعه اچول شوي وو.

د امریکې دوې مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ دواړه د وروستیو سروې ګانو په بنیاد وايي، کاملا هېریس د انتخابي سیالۍ د ډګر په اوو ایالتونو کې پر څلورو باندې تقریباً برتري لري، وایي دا د دې لپاره کافي ده چې هغه د صدارت څوکۍ ته ورسوي، خو اې بي سي نیوز بیا په خپله تجزیه کې ټرمپ ته برتري ورکوي.

د امریکې د صدارتي ټاکنو فیصله د مشهورو ملي رایو [نېشنل پاپولر ووټ] له لارې نه بلکې د الیکټرل کالج په رایو کیږي، چې انتخابات د 50 ایالتونو په سیالۍ بدلوي.

په 50 کې 48 ایالتونه خپلې ټولې رایې په خپلو ایالتونو کې ګټونکي ته ورکوي خو نیبراسکا او میاني د ایالتي او کانګرس د ضلعي ووټونو د شمېر له مخې د صدارتي نوماندانو لپاره خپله برخه ځانګړې کوي.

د امریکې په هر ایالت کې د الیکټرل ووټونو شمېر د ابادۍ په اساس دی، ځکه نو لوی ایالتونه د ټولو ملي نتیجو په اړه فیصله کولو کې تر ټولو ډېر اثر لري، چې پکې ګټونکی د صدارت لپاره په 538 الیکټرل ووټونو کې 270 رایو ته اړتیا لري.

نظرپوښتنې ښیې هېریس یا ټرمپ په 43 ایالتونو کې کافي یا تر څه حده پ،رې برتري لري چې د هر یوه لپاره د 200 الیکټرل ووټونو تر لاسه کافي دي.