د امریکې په نیویارک ښار کې په تاریخي کچه د دروند باران دلاسه د ښار په مختلفو برخو کې سېلابونه راغلل، سړکونه او لارې کوڅې د اوبو د لاندې شوې، ګڼ شمېر زمین دوز رېل سټېشنو ته اوبه ورغلې او د نیویارک مېیر یا ښار وال اېرېک اېډمز د جمعې په ورځ په ښار کې د بېړني حال اعلان وکړو.
په نیویارک باران اوفېلیا نومې سمندري طوفان د ځان سره راوړی و چې د سيمې نه تېرېدو. د بېړني حال اعلان د نیویارک په لانګ ايي لېنډ او هډسن وېلي نومې برخو کې شوی و.
د سېلاب دلاسه په ګڼ شمېر لارو یا کرښو د نیویارک د رېل نظام معطل شوی و. د نیویارک په لګواډیا ایرپورټ ټرمېنل ای هم تړل شوی و.
مېیر اېرېک اېډمز مطبوعاتو سره خبرو کې امکان څرګندو کړو چې په نیویارک کې په ممکنه توګه د اووه نه تر اتوو اېنچو پورې باران شوی دی.
په نیویارک کې باران د جمعې په سحر شروع شو. د ښار په ځینو سېلاب ځپلو کې امدادي کوښښونو دپاره د نېشنل ګارډز عسکر رابلل شوي وو.
د موسمي ادارې نېشنل وېدر سروس د معلوماتو ترمخه د نیویارک په بروکلېن برخه کې د یوې میاشت اوسط باران چې څلور نیم اېنچ وي، د جمعې په ورځ د دغې کچې باران په دریو ګنټو کې وشو.
د نېشنل وېدر سروس ترمخه، په بروکلېن کې په دریو ګنټو کې د دغې سطحې د باران توقع هر 100 کاله پس کېږي.
په مېنهېټن کې په دریو ګنټو کې دوه اېنچ باران په سېنټرل پارک کې رېکارډ شو چې په تېرو اتیاو کلونو کې په یوه ګنټه کې د باران تر ټولو زیات مقدار و.
په کوينز کې د جان اېف کېنېډي ایرپورټ په تاریخ کې تر زیات باران رېکارډ شو.
په نیویارک، نیوجرزي او کنېټيکټ ریاستونو کې د 23 مېلین نه زیاتو کسانو ته د سېلاب په اړه خبرداری ورکړی شوی و.
د ای پي خبري ادارې ترمخه، په نیویارک کې د جمعې د ورځ باران نه دوه کاله مخکې د ایډا سمندري طوفان او باران له امله په ښار کې لږ تر لږه 13 کسان مړه شوي وو.