صوابۍ کې هلک او جينۍ د "غيرت" په نوم وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په صوابۍ ضلعه کې يو هلک او جينۍ د "غيرت" په نوم وژل شوي. پوليس وايي تورن قاتل یې سره د وسلې نيولی او مقدمه پرې درج کړل شوې ده.

د صوابۍ ضلعې د ټوپۍ پوليسو تاڼې مشر هارون خان وي او اې ډيوه ته وويل، ياده پېښه د ګل او نهې په منځنۍ شپه د ټوپۍ تاڼې په حدودو بټاکړه نومې علاقه کې شوې ده.

د پوليس مقدمې ترمخه، د وژل شوې جينۍ د پلار او وژل شوي هلک د ورور په مدعيت کې مقدمه درج کړل شوې ده.

په مقدمه کې د جينۍ د پلار له قوله ويل شوي، د شپې په يوه بجه دوی په کور کې اوده وو، زوي په کور کې ډز کړی، خپله 20 يا 21 کلنه خور او د هغې سره یې 17 يا 18 کالو زلمی یې په قابل اعتراض حالت کې ليدلي او په ډزو يې وژلي دي.

پوليس افسر وويل، تورن قاتل یې سره د وسلې نيولی او د پېښې پلټنې یې پيل کړي دي.

پاکستان کې وخت په وخت د غېرت په نوم وژنو د پېښې خبرونه مخې ته راځي.

د تېرې جون په میاشت په وروستيو کې په پنجاب صوبه کې پرله پسې دوه ورځې د غېرت په نوم وژنو دوه پېښې شوې وې.

يوه پېښه د پنجاب صوبې په سيالکوټ ښار کې شوې يو تن خپله مېرمن او پېغله لور په چړو وهلې او وژلې وې.

بله پېښه د پنجاب په خانېوال سيمه کې شوې او يو تن د غېرت په نوم خپله مور او درې خوېندې وژلې وې.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ د تېر کال جنورۍ په میاشت کې ويلي وو، پاکستان کې د يوې اندازې له مخې هر کال د غیرت په ‏نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي او د ښځو او نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.‏

د سازمان ترمخه، پاکستان کې غربت، ګرانۍ او بې روزګارۍ د لکونو خلکو د روغتیا، خوراک او د ژوند د مناسب معیار حق اغېزمن کړی دی.‏

پاکستان کې د بشري حقونو خپلواکه تنظيم ايچ آر سي پي هم ويلي وو، په پاکستان کې هر کال د ‏‎1000‎‏ نه زياتې ښځې د غيرت په نوم وژل کیږي او د نړیوال اقتصادي ‏فورم د کال 2023م د ګلوبل جېنډر ګېپ یا صنفي برابرۍ کې د فاصلې، شمېرې ښیي چې پاکستان د صنفي برابرۍ په لحاظ د 146 هيوادونو په فهرست کې ‏په 142م نمبر ولاړ دی.‏