د اسلام اباد هايي کورټ ستر قاضي اطهر من الله وييلي چې د بشري حقونو فعالې ایمان زینب مزاري لخوا پولیسو ته بیان جمع کولو پس چې دوي د پوځ سپکاوی نه دی کړی، باید چې ددوي پرضد مقدمه واپس واخیستل شي.
ایمان زینب مزاري چې وکیله هم ده او اکثر د بې درکه کسانو مقدمو کې عدالت ته هم وړاندې کیږي، پرضد يې څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځ د اسلام آباد په یوه پولیس تاڼه کې مقدمه درج کړې او الزام پرې پورې شوي چې په مبینه توګه يې د پوځ سپکاوی کړی دی.
د پوځ دغه مقدمه لیفټینټ کرنېل سید همایون اختر د اسلام آباد رمنا پولیس سټیشن کې درج کړې شوې وه.
لیفټینټ کرنل سید همایون د پوځ هیډ کوارټرز یا جي اېچ کیو برخې جج ایدوکیټ جنرل نماينده په حېث دغه مقدمه درج کړې ده، جج ایډوکیټ جنرل څانګه د پوځ قانوني مرستو لپاره جوړه شوې ده او ایمان زینب مزاري پرضد دغه مقدمه کې دا دریځ خپل کړی شوی دی چې هغې په مبینه توګه د پوځ په ضد د ولس د کارولو کوښښ کولو.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ عدالت کې د ایمان زینب مزاري وکیلې زینب جنجوعه وييلي دي چې ایمان مزاري پولیس تاڼې ته تللې ده او خپل بیان یې ریکارډ کړی دی او په بیان کې یې وييلي دي چې نه خو دوي د پوځ سپکاوی کړی او نه یې د پوځ پرضد څه خبره کړې ده ځکه چې په دوي دا تور غلط دی او ګواکي دوي خلک د پوځ پرضد کارولو څه کار کړی دی.
د دې په ځواب کې ستر قاضي اطهر من الله وییلي چې د ایمان زینب مزاري دې بیان نه پس باید د دوي پرضد دا مقدمه واپس واخیستل شي.
د هايي کورټ چیف جسټس په دغه مقدمه کې ټولو فریقانو ته نوټس جاري کړی دی او دا اورنه یې د جون نهمې نېټې پورې ځنډولې ده.