د پوځ لخوا د استخباراتي ادارې آي اېس آي په پخواني مشر جنرال (ر ) فېض حمید سیاسي چارو کې د مداخلت په تور د فرد جرم لګول کېدو په عکس العمل کې پخواني وزیراعظم عمران خان ویلې چې دا د پوځ کورنۍ معامله ده.
عمران خان ویلي فېض حمید به دوي سره رابطې د هغه وخت د پوځي سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په وینا کولې اؤ اصل احتساب د جنرل باجوه پکار دی چې د ده د منتخب حکومت پرضد یې سازش کړی و.
په اېکس رسنۍ د عمران خان لخوا لیکل شوي پیغام کې ويل شوي چې تیر کال د نهم مې د پېښو سره د آي اېس آي د پخواني مشر فېض حمید تعلق تړل سم نه دي .
هغه ویلي چې هغه وخت جنرال فېض حمید له خپلې څوکۍ ریټايرډ شوی ؤ نو هغه به د پي ټي آي څنګه څه مرسته کولې شوه؟
د نهم مې د پیښو تور په عمران خان هم دی خو ولې عمران خان ته د جنرال فېض حمید د کورټ مارشل د کاروایۍ په هکله د دې بیان ضرورت پیښ شو ؟ په دې اړه خبریال عارف حیات ډیوه ته وایي:
په جنرال فېض باندې هم د نهم مې پېښو کې د لاس لرنې تور دی اؤ هم دغه تور سره عمران خان اؤ د تحریک انصاف ګوند نور مشران هم مخ دي خو د تحریک انصاف مشران د جنرال فېض د کورټ مارشل له کارروایۍ وروسته ډیر زیات جارحیت ښایي.
عارف حیات وایي د تحریک انصاف د مشرانو ددې جارجیت لویه وجه داده چې دوي ویریږي چې که جنرال فېض ته د نهم مې د پېښو په قضیه کې سزا واورول شوه نو دې سره به عمران خان ته هم له پوځي محکمې د سزا لاره هواره شي.
د کال ۲۰۱۸م د انتخاباتو په نتیجه کې د عمران خان له حکومت جوړېدو وروسته هغه وخت د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر جنرال آصف غفور هم یو خبري کانفرنس کې په خبریالانو زور راوړی و چې د حکومت پرضد دې څه قسمه منفي خبرونه نه خپروي.
وروسته کال ۲۰۲۲م کې د بې باورۍ د تحریک په نتیجه کې د عمران خان له حکومت ختمیدو وروسته د هغه وخت پوځي سرلښکر جنرال باجوه په سیاست کې د پوځ کردار منلی و اؤ ویلې یې وو چې پوځ به نور په سیاست کې مداخلت نه کوي.
عمران خان د خپل حکومت د نسکورېدو ذمه وار جنرال باجوه ګڼي خو ولې د فیض حمید په هکله داسې بیان ورکوي؟ په دې اړه خبریال محمد جان بابر ډيوه ته وایي:
"جنرل باجوه په وخت په سیاست کې د پوځ د کردار خبره ومنله اؤ په وخت یې ځان په دې خلاص کړو چې نور به پوځ په سیاست کې څه کار نه لري خو ددې په مقابله کې جنرال فیض حمید د ریټايرمنټ نه وروسته هم په سیاست کې خپل کردار لوبولو، هم دغه وجه ده ده فیض حمید ګیر شو اؤ باجوه آزاد ګرځي"
پروسکال د غبن په یوه قضیه کې د رینجرز ځواکونو په مټ د عمران خان له نیول کېدو وروسته د مې په نهمه نیټه د تحریک انصاف ګوند پلویانو په ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ ددغو احتجاجونو په مهال په پوځي اؤ سرکاري ودانیو بریدونه هم شوي وؤ اؤ اورونه ورته لګول شوي وؤ.
حکومت اؤ پوځ ددې اړي ګړي تور د پاکستان تحریک انصاف په مشرانو چې عمران خان هم پکې شامل دی لګولی ؤ خو عمران خان وایي چې د نهم مې د پېښو په مهال هغه د رینجرز ځواکونو په ولکه کې و نو بیا څنګه یې د نهم مې د پېښو پلان جوړ کړو؟
عمران خان وايي که د سیاسي قیدیانو د رهایۍ په اړه دده غوښتنه ونه منل شي نه بیا به د سېول نافرمانۍ د تحریک پېلولو غږ کوي.