د ايي اېم اېف مشرې د اووه بېلین ډالرو قرض دپاره د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو ستاینه کړې

د کال ۲۰۲۳ په دې تصویر کې لیدل کېږي چې شهبازشریف د ايي اېم اېف مشرې ګرسټېلینا چوجېوا سره د فرانس سرښار پېرس کې ملاقات کوي

د انټرنېشنل مانیټري فنډ، ايي اېم اېف، مشرې د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو ستاینه کړې او ويلي يې دي چې د دې اصلاحاتو په سبب ايي اېم اېف پاکستان ته د اووه بېلین ډالرو قرض منظور کړو.

د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو په اړه د کرسټلېنا جورجېوا خبرې د پاکستان ټېلې وېژن چېنلو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ نشر کړې.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ ايي اېم اېف پاکستان ته د اووه بېلین ډالرو قرض د منظورولو اعلان وکړو.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په څنډه کې د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف سره د ملاقات وروسته، جورجېوا وویل د پاکستان د پروګرام بیا کتنه انتهايي کامیابه وه.

ايي اېم اېف پاکستان ته دا نوی قرض د ۳۷ میاشتو دپاره ورکړو او ويې وېل د دې قرض د یو اشاریه یو بېلین ډالرو وړمبی قسط یا برخه به په سمدستي ډول هېواد ته ورکړی شي.

ايي اېم اېف وویل اسلام اباد د ملک د اقتصادي ثبات دپاره اهم ګامونه پورته کړي دي.

جورجېوا وویل غواړي چې د پاکستان حکومت او ولس ته مبارکي ورکړي چې د پاکستان د کوردننه او په خپل ملکیت کې اصلاحات وکړل او دا اصلاحات د هغې په قول اوس مېوې راوړي.

د جورجېوا په قول د پاکستان د اقتصادي پرمختګ په بره روان شوی، ګراني کمه شوې او اقتصاد يې په سمه لار روان دی.

د ايي اېم اېف د مشرې په قول هغې ته دا احساس دی چې د شهبازشریف د حکومت هدف دا و چې د مالدارو خلکو نه ټېکسونه واخلي او د ضرورتمندو خلکو دپاره د سماجي مرستې پروګرامونه مضبوط کړي. جورجېوا وویل د ډېر وخت راهسې يې په دې لړ د ګامونو اخیستل کېدو ټینګار کولو.

د شهبازشریف دفتر د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل وزیراعظم پاکستان ته د ايي اېم اېف د نوي قرض ستاینه وکړه او د اطمینان اظهار یې وکړو.

د بیان ترمخه، شهبازشریف د جورجېوا او ايي اېم اېف سره په کامیابو مذاکراتو د خپل اقتصادي ټیم شکریه ادا کړه.

د کال ۱۹۴۷ راهسې د ايي اېم اېف نه دا د پاکستان ۲۵ قرض دی. بل یو ملک هم د ايي اېم اېف نه په دومره تعداد کې قرضونه نه دي اخیستي.

پاکستان ته د ايي اېم اېف د قرض د منظورېدو نه مخکې، شهبازشریف د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل دا لوظ کوي چې دا به د ايي اېم اېف نه د مالي مرسته ترلاسه کولو اخېری ځل وي. خو ناقدین په دې خبره ډېر یقین نه کوي.

ايي اېم اېف د شورو، چهارشنبې، په ورځ په خپل بیان کې خبرداری وکړو چې د اصلاحاتو باوجود د پاکستان اقتصاد ځینې کمزورۍ او مشکلات لري.

د پاکستان په اقتصاد کې د مسلو په اړه په واشنګټن کې مېشته ايي اېم اېف وویل په پاکستان کې د کاروبار ماحول سخت دی، د نورو ملګرو ملکونو په مقابل کې يې حکومتداري کمزورې ده او د ټېکس منصفانه نظام د برابرولو او خپل سماجي او ترقیاتي ضرورتونه پوره کولو دپاره د ټېکس ورکونکو شمېره يې کمه ده.

اقتصادي بدنظمي، کرپشن، وار په وار امرانه پوځي حکومتونه او په اقتصادي اصلاحاتو کې د منتخب حکومتونو ناکامي ماهرین د پاکستان د مالي مسلو سبب بلي.

په تېرو وختونو کې اسلام اباد خپل مالي ضرورتونه د ملګرو ملکونو او د ايي اېم اېف نه د قرض په شکل کې پوره کړي دي.

ايي اېم اېف د شورو، چهارشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل د ايي اېم اېف د پروګرام د کامیابۍ دپاره ضروي ده چې پاکستان د خپلو همکارانو سره مالي او ترقیاتي همکاري دوامداره وساتي.
په نیویارک کې میډیا سره خبرو کې شهبازشریف وویل ايي اېم اېف د نوي قرض دپاره پاکستان ته سخت شرطونه پوره کولو دپاره ورکړي وو.

پاکستان ته د ايي اېم اېف قرض د منظورېدو په لړ کې پاکستان سره د مرستې په سر شهبازشریف د چین، سعودي عرب او د متحده عرب اماراتو ستاینه وکړه خو په دې باره کې يې څه تفصیل وړاندې نه کړو.

پاکستان د ايي اېم اېف نه اخیستل شوي قرضونه د نورو غېر ملکي قرضو په بېرته ادا کولو کې استعمال کړي چې دا ډول د دیوالیه کېدو نه ځان بچ کړي. تېر کال هم دې مسلې پاکستان د اقتصادي بحران څنډې ته ورنږدې کړی و.

په موجوده مالي کال کې چې د جولای په وړمبۍ نېټه شروع شوی، پاکستان به ۲۶ بېلین غېر ملکي قرض بېرته ادا کوي.

پاکستان ته د ايي اېم اېف قرض د منظورېدو وروسته د یونایټېډسټېټس انسټېټیوټ اف پیس نومې ادارې په وېب پاڼه د پاکستان د اقتصادي چارو څېړنکار شهباز رانا وویل د ايي اېم اېف د پروګرام زیاته توجه د پاکستان اقتصادي تلارې په سمولو ده چې په کې د پرچون، زراعت او د برامداتو برخې د ټېکس په جال کې رانخښلول، په ټېکسونو کې ډيره اضافه او مراعات ختمول شامل دي.