نړیوالې مالياتي ادارې آي ایم ایف اټکل کړی چې روان مالي کال کې به پاکستان د خپلې اقتصادي ودې هدف ترلاسه نه کړی شي.
د ډان نیوز د راپور له مخې، آي ایم ایف پخپل خپور کړي نړیوال اقتصادي لید ( ورلډ اکنامک اوټ لک ) اټکل کړی چې روان مالي کال کې به د پاکستان اقتصادي وده 3 سلنه وي، په داسې حال کې چې له دې وړاندې نړیوالې مالیاتي ادارې دغه وده 3.2 سلنه اټکل کړې وه.
پاکستان د روان مالي کال لپاره د اقتصادي ودې هدف 3.6 سلنه ټاکلی دی، خو آي ایم ایف وړاندوینه کړې چې راتلونکی مالي کال کې به د پاکستان اقتصادي وده 4 سلنې ته ورسېږي.
د آي ایم ایف په راپور کې راغلي چې د تېر مالي کال په مهال د پاکستان اقتصادي وده 2.5 سلنه پاتې شوې وه.
راپور زیاتوي چې روان مالي کال کې د هند اقتصادي وده 6.5 سلنه پاتې کېدلای شي، او راتلونکی مالي کال کې هم د ګاونډي هیواد د اقتصادي ودې 6.5 سلنه د پاتې کېدو اټکل شوی دی.
په دې وروستیو کې د پاکستان د اقتصادي ودې رفتار له توقعاتو کم او د ستونزو سره مخ پاتې شوی دی.
څېړونکي د پاکستان د اقتصادي ودې د اهدافو د نه ترلاسه کېدو علتونه په دغه هیواد د ورپورې درنو بهرنیو پورونو د ستنولو اؤ په هغې د سودونو ورکولو فشارونه،د بهرنۍ پنګونې نشتوالی اؤ سیاسي بې ثباتي ښیي چې د ګرانۍ کچه یې لوړه کړي اؤ د خلکو د ژوند معیار یې اغېزمن کړی دی.
د څېړونکو په وینا په پاکستان کې دا مهال د انرژۍ او خوراکي توکو بیې زیاتې لوړې شوي دي چې له امله یې پېداواري صنعتونه اؤ عام خلک سخت اغېزمن شوي.
په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې راپورته شوې وې چې ګنې پاکستان به په اقتصادي توګه سقوط وکړي خو بیا د کال 2023م د جولاي په میاشت کې آي ایم ایف پاکستان سره د 37 میاشتو لپاره د 7 اربه ډالرو د پور په تړون اتفاق وکړو اؤ داسې د اقتصادي سقوط ګواښ پشا شو.
د آي ایم ایف اؤ پاکستان تر منځ د پور له تړون وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي وؤ دا باید د پاکستان له لوري آي ایم ایف څخه وروستی د پور پروګرام وګڼل شي.
اقتصاد پوهان وايي د اي ایم ایف له خوا ددې قرضې لپاره اېښودل شوي شرطونه ډير ګران دي او د دې عملي کولو سره به په پاکستان کې ګراني سېوا شي.
اقتصاد پوهان وايي په پاکستان د پورونو د پيسو سره د سود بيرته ورکولو موده رانزدې ده، پاکستان دا وخت د زیاتو پورونو د بوج لاندې دی خو بيا هم د پور د پاسه نور پورونه اخلي ځکه چې بله لار هم نه ويني.
د اقتصادي چارو خبریال طاهر امین وي او اې ډیوه ته په دې وروستیو کې ویلي ,,دا مونږه نوې قرضې اخلو چې زړې قرضې ورباندې ستنې کړو ځکه چې زمونږه برآمداتو کې اضافه نه کیږي او هم دغه شان زمونږ د ټیکسونو هدف هم نه پوره کیږي او دا د تشویش وړ خبره ده،،
نړيواله مالياتي اداره وايي پاکستان له به د ټېکسونو جال خورول، په سرکاري ادارو کې اصلاحات کول او د سرمايه کارۍ په لار کې د پرتو خنډانو لرې کولو ترڅنګ د بجلۍ په څانګه کې خساره راکمول وي۔
خو اقتصادي پوهان وايي که حکومت نور ټېکسونه ولګوي نو دې سره به په ولس د ګرانۍ بوج زيات شي
پېښور —