آي ایم ایف پینځو کلونو کې 60 اربه ډالرو ته د پاکستان د کلني صادراتو لوړېدو دعوه رد کړې

نړیوالې مالي ادارې (آی ایم ایف) د پاکستاني حکومت هغه دعوه رد کړې چې وایي په پنځوؤ کلونو کې به د پاکستان د کلني صادراتو کچه 60 میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

آی ایم ایف د خپلو اټکلونو پر بنسټ وایي چې په پنځوؤ کلونو کې به د پاکستان کلني صادرات 42 میلیارد او 93 کروړه ډالرو ته ورسېږي.

د ډان نیوز د راپور له مخې، آی ایم ایف اټکل کړی چې د پاکستان صادرات به د پنځو کلونو هدف څخه 17 میلیارد او 7 کروړه ډالره کم وي، او په روان مالي کال کې د پاکستان صادرات به 31 میلیارد، 75 کروړه او 10 لکه ډالرو پورې محدود پاتې شي.

د آی ایم ایف د راپور له مخې، په مالي کال 2025-26 کې د پاکستان د صادراتو کچه 34 میلیارد، 21 کروړه او 70 لکه ډالرو ته رسېدلی شي، په داسې حال کې چې په مالي کال 2026-27 کې د صادراتو د کچې 36 میلیارد او 98 کروړه ډالرو ته د رسېدو امکان شته.

آی ایم ایف د مالي کال 2027-28 لپاره د پاکستان د صادراتو 39 میلیارد، 81 کروړه او 20 لکه ډالرو ته د رسېدو اټکل کړي دي، او وایي په مالي کال 2028-29 کې به د صادراتو کچه 42 میلیارد او 93 کروړه ډالرو ته ورسېږي.

د پاکستان د صادراتو د پنځوؤ کلونو دغه اټکل د آی ایم ایف د تازه راپور برخه ده.

د پاکستان حکومت تېره ورځ د "اُړان پاکستان" په نوم د اقدام اعلان وکړ او په دې کې یې تر 2047 پورې د کلنیو صادراتو د 60 میلیارد ډالرو کچې ته رسېدو اټکل کړی و.

ډان ورځپاڼې د حکومتي اسنادو په حواله راپور ورکړی چې "اُړان پاکستان" به تر کال 2035 پورې پاکستان ته د یو ارب ډالر او تر کال 2047 پورې د درې اربه ډالر د اقتصاد جوړولو لپاره د یو مربوط روډ میپ په توګه کار کوي.

په دې پلان کې آی ټي، تولیداتو، کرنې، معدنیاتو، افرادي قوت او بلیو اقتصاد ته په پام ګرځولو سره کلني صادراتو کې د 60 میلیارد ډالرو اټکل شوی دی

څيړونکي وایي پاکستان دا وخت د سختو اقتصادى ستونزو سره مخ دی، د هيواد کورنۍ او بهرنۍ قرضې خطرناک حد ته رسيدلې او حکومت ته به ددې ستونزو نه و وتلو لپاره نه یوازې ټيکس امدن سيوا کول وي بلکې مراعات به هم ورته ختمول وي او د حکومتي لکښتونو راکمولو سره به ورته خپل صادرات هم سيوا کول وي.