د عدت کېس کې عمران خان او بشرا بي بي بري کړل شو

د اسلام اباد يو عدالت د پخواني وزیراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي ضد د عدت په وخت د نکاح قضيه کې سزاګانې غیرقانوني کړې او د هغو د بري کولو حکم یې وکړو.

د اسلام اباد اډيشنل سيشن جج محمد افضل مجوکا نن په 13مه جولای دغه فيصله واوروله.

د ځايي رسنيو ترمخه، عدالت وويل که عمران خان او بشرا بي بي په کومه بله مقدمه کې مطلوب نه وي د جېل څخه دې خوشي کړل شي.

د تحريک انصاف ګوند چيرمېن بېرسټر ګوهر د فيصلې وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، "نن د حق او انصاف فتح وشوه، په دې فېصله عدليې ته سلام وړاندې کوو، دا يوه بې بنياده قضيه وه"، هغه وويل، نن د عمران خان خوشي کېدل پکار دي دا د هغه پرضد وروستۍ قضيه وه .

د عدت په وخت د نکاح په قضيه کې په درېمه فرورۍ سېول جج قدرت الله، عمران خان او بشرا بي بي ته د اووه، اووه کالو بند او پينځه، پينځه لکه روپو جرمانې سزا اورولې وه.

تېر کال د نومبر په مياشت کې د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا د اسلام اباد د سېول جج قدرت الله عدالت ته خواست کړی وو او ويلي يې وو، د ‏عمران خان او بشرا بي بي نکاح د عدت وخت پوره کېدو نه مخکې شوی وو او په دواړو یې د ناجايزه تعلقاتو تور لګولی وو.‏

خاور مانیکا د سېول جج قدرت الله په عدالت کې د شکایت سره سم خپل بیان هم ثبت کړی او د عدالت نه یې غوښتي وو چې بشرا بي بي او عمران خان ته ‏سزا ورکړي.‏

د خاور مانیکا دا درخواست وروسته له هغې مخې ته راغلی چې له دغې وړاندې محمد حنیف نومي یو تن د عمران خان او بشرا بي بي خلاف د غېرشرعي ‏نکاح په مقدمه کې خپل درخواست بیرته اخستی وو.‏

په ياده قضيه کې عدالت په عمران خان او بشرا بي بي باندې فرد جرم لګولی او وروسته یې ورته سزا اورولې وه.

عمران خان بيا د سېول عدالت فېصله په اډيشنل سيشن کورټ عدالت کې چېلنج کړې او اډيشنل سيشن جج شارخ ارجمند پرې د مې په مياشت کې سزا اوروله خو خاور مانيکا بيا په عدالت بې باوري ښکاره کړې او بیا د اسلام اباد هايکورټ دغه قضيه اډيشنل سيشن جج محمد افضل مجوکا عدالت ته لېږلې او نن پرې ياد جج فيصله واوروله.