د پاکستان پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند باني عمران خان پوځ ته د مذاکراتو وړاندیز کړی اؤ ویلي یې دي پوځ دې د مذاکراتو لپاره خپل استازی وټاکي، هغه ورسره خبرو ته تیار دی.
حکومت د عمران خان لخوا پوځ ته د مذاکراتو وړاندیز ته سخت غبرګون ښودلی اؤ د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاء تارړ ویلي حکومت د یو سازش له مخې پوځ په سیاست کې رالړل غواړي.
څېړونکي وایي عمران خان له دې وړاندې هم په نیزدې وختونو کې پوځ ته څو څو ځله د نورو مشرانو په خوله مذاکراتو ته د کښیناستو وړاندیز کړی خو وایي پوځ لا د عمران خان سره د مذاکراتو لوري ته کومه واضحه اشاره نه ده ورکړې.
د نهې یا سه شنبې په ورځ اډیاله زندان کې د ځان اؤ خپلې ښځې بشرا بي بي خلاف د ۱۹۰ ملینه پونډونو د مقدمې اورېدنې په مهال خبریالانو سره غیر رسمي خبرو کې عمران خان ویلي هغه کله هم په پوځ تورونه نه دي لګولي بلکې یوازې نیوکې یې پرې کړې دي.
عمران خان چې له خپل حکومت ختمېدو وروسته په یو شمیر مقدمو کې د تېرکال راهسې په زندان کې پروت دی، وخت نا وخت په پوځ نیوکي کوي اؤ ملکي سیاست کې يې په لاسوهنه تورنوي خو پوځ پرله پسې په سیاست کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.
ډان ورځپاڼه وایي کله چې پرون یو خبریال له عمران خانه وپوښتل، ستا له اوسنیو خبرو خو داسې معلومیږي چې د پوځ سره معاملې سمول غواړې خو تاسې پر همدې پوځ اؤ ددې پر مشر مدام تورونه لګولي دي، عمران خان په جواب کې ویلي مونږ کله هم په پوځ تورونه نه دي لګولي، بلکې نیوکې مو کړې دي.
هغه وویل په کور کې چې یو ماشوم وران یا بې سره وي نو په هغه نیوکه کیږي اؤ زیاته یې کړه هغه په پوځ نیوکې ځکه کړې وې چې "تنقید د جمهوریت ښکلا ده، تاسو به ظلم کوئ ، که په پوځ د نیوکو مخه ونیسئ".
هغه وویل ، دوي دې مونږ ته نه ښیي چې پوځ هیڅکله تېروتنه نه ده کړې اؤ زیاته یې کړه د ذوالفقار علي بټو د سزا تر شا جنرال ضیاء ؤ اؤ د ډهاکې د سقوط تر شا د جنرال یحییا خان لاس ؤ.
کله چې یو خبریال له عمران خان وپوښتل هغه په پوځ تورونه لګوي خو بیا هم د دغه پوځ سره مذاکرات کول غواړي، له سیاسي ګوندونو سره خبرې اترې ولې نه کوې؟
عمران خان وویل، ایس آي ایف سي څه شی دی؟ داخله وزیر محسن نقوي څوک دی؟غیر اعلانیه مارشل لاء نافد ده، محسن نقوي هم د هغوي (پوځ) استازی دی اؤ هغه تر دې ځایه دوي رارسولی دی.
خو ډان وایي بیا چې کله خبریال له پخواني وزیراعظم وپوښتل چې که له هغه [پوځ] له لوري محسن نقوي ته د خبرو واک ورکول کیږي نو دی به ورسره خبرې وکړي؟
عمران خان یې په ځواب کې وویل هغه محسن نقوي سره هیڅ خبرې نه کوي اؤ تور یې ولګولو چې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پنجاب د پولیسو مشر سره په ګډه د ده د ګوند په مشرانو اؤ فعالانو ظلمونه کړي دي.
هغه وویل حکومت سره به څه مذاکرات وکړي هغوي خو په فارم ۴۷ حکومت ته رسیدلي اؤ اوس غواړي پوځ اؤ پي ټي آي خپلو کې وجنګوي اؤ له دې لارې دده ګوند ختم کړي.
هغه ویلي د خبرو لپاره یې وړومبۍ غوښتنه د غلا کړل شوي مینیډيټ بیا ورستنول اؤ دویمه غوښتنه یې د ده د ګوند د بندي فعالانو خوشي کول اؤ د هغوي مقدمې ختمول دي.
حکومت د عمران خان لخوا پوځ ته د مذاکراتو شوي وړاندیز ته سخت غبرګون ښودلی اؤ د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ پخپل بیان کې ویلي چې عمران خان د مذاکراتو لپاره پوځ ته منتونه پیل کړي دي.
هغه تور لګولی چې تحریک انصاف ګوند د یو سازش لاندې غواړي چې پوځ سیاست ته راکاږي.
د عمران خان په مخاطب کولو سره مرکزي وزیر ویلي "تا له دوستو هیوادونو سره د ملک تعلقات خراب کړي دي، هم تا په جلسه کې سایفر خوځولی اؤ دسیاسي مقاصدو لپاره دې کارولی ؤ، ستا د جرمونو فهرست دومره اوږد دی چې هغه نه ختمیږي".
هغه ویلي عمران خان نن پوځ ته وایي چې مذاکراتو لپاره خپل استازی وټاکه خو په یو وخت نوموړی کله د پوځ ګریوان نیسي اؤ کله یې پښو ته پرېوځي.
په پېښور کې میشت د سیاسي چارو کار پوهه اؤ خبریال ناصر داوړ وایي دا وړومبی ځل نه دی چې عمران خان پوځ ته د مذاکراتو وړاندیز کړی.
هغه وایي تر دې وړاندې هم عمران خان پرله پسې پوځ ته د مذاکراتو بلنې د خپل ګوند د نورو مشرانو په خوله ورکړي دي خو دا ځل یې نیغ په نیغه پخپله د مذاکراتو خواهش کړی دی.
ډیوه سره خبرو کې خبریال ناصر داوړ وایي په دې وروستیو کې چې د پوځ کوم سخت بیانونه د نهم مې د پېښو په حواله مخې ته راغلي له هغې داسې معلومیږي چې پوځ لا تحریک انصاف سره خبرو ته تیار نه دی اؤ تر ننه دې ګوند ته د شرخوښي ټولي نسبت کوي.
خو نوموړی وایي دا چې په پاکستان کې روان سیاسي وضعیت هم زیات تاوجن شوی نو څه وخت د څه توقع هم کیدای شي.