امريکايي چارواکو ويلي افغان طالبانو په دوحه، قطر، کې په تازه مخامخ خبرو کې ويلي چې خپلې هغه ټولې پاليسۍ دې بيرته واخلي چې د بشري حقونو دي او په خاصه توګه هغه تګلاره دې پرېږدي چې د ښځو، جينکو او د اقلیتونو خلاف دي.
امريکايي چارواکو دا خبره هم کړې چې طالبانو په اقتصادي توګه لاس ته راوړنې کړي او د مخدره موادو خلاف يې د ستاينې وړ ګامونه اخستلي دي.
په دوحه کې په دوه ورځنۍ خبرو کې د افغانستان د پاره د امريکا خصوصي استازي تامس وېسټ د امریکايي پلاوي او د طالبانو د وزير خارجه امير خان متقي د خپل پلاوي مشري وکړه.
د ملاقات وروستو د امريکا لخوا ورکړل شوي بيان کې ويلي شوي “امريکا د طالبانو لخوا د خلکو په نيول کېدو، په ميډيا د زور زياتي او مذهبي ازادي محدود ولو انديښنه څرګنده کړې”.
امريکا ويلي د افغانانو د خپلو حقونو د غوښتنې ملاتړ کوي او غواړي د هغې قدر وشي ځکه د ولس غږ د افغانستان د رتلونکي د پاره مهم دی.
په بيان کې تفصيل نه دی ورکړل شوی خو وايي د اعتماد جوړولو هغه لارې يې پېژندلي چې د افغان ولس په ګټه دي.
امريکايي پلاوي د افغانستان د مرکزي بنک د چارواکو او د مالي امورو د وزارت د چارواکو سره هم ليدلي او د هېواد د مالي چارو په اړه يې خبرې اترې کړي.
د بيان ترمخه امريکايي چارواکو منلې چې په کال 2023 کې د افغانستان د صادراتو څانګې په مخ تګ کړی، ګراني يې راکمه کړې او په راتلونکي کې يې د اقتصادي ثبات ساتلو د پاره ورته خپله امادګي ښودلې ده.
په خبرو اترو کې د امنيت ټينګ ساتلو په اړه هم دوه اړخيزه بحث شوی او د طالبانو دې ژمنې ته هم کتنه شوې چې طالبان به د افغانستان خاوره چاته هم د استعمال د پاره ورنکړي چې د امريکا او اتحاديانو خلاف يې وکاروي.
د بيان ترمخه “امريکايي پلاوي محسوس کړه چې په افغانستان کې د ولسي وکړو خلاف د ترهګرو تشدد کم شوی او په طالبانو يې زور راوړی چې ټول امريکايي بنديان وکړي دې سملاسي ازاد کړي او دړکه يې ورکړې داسې نه کول به د مثبت تعقاتو جوړولو په منځ کې خنډ دی”.
چارواکو د طالبانو سره د مخدره موادو په ختمولو د کار د پاره همکاري څرګنده کړې او وايي داسې نښانې شته چې د اپيمو د کر کروندې په وخت د طالبانو لخوا د بندېز لګېدو په نتيجه کې يې کښت کم شوی.
د طالبانو خارجه وزارت هم په خپل بيان کې ويلي متقي او د هغه ډلې په دې ټينګار کړی چې امريکا دې د طالب مشرانو په سفر لګېدلی بندېز لرې کړي، اقتصادي بندېزونه دې پورته کړي او د افغانستان بنک کنګل شوې اثاثې دې ازادې کړي. د طالبانو د بيان ترمخه د بشري حقونو مسله هم د بحث موضوع وه.
د طالبانو بيان وايي “د افغانستان اسلامي امارت خپل دريځ تکرار کړو چې د دوه اړخيز اعتماد د پاره لازمه ده د تور نوملړ نومونه او په سر د پيسو انعامونه لګولو لړۍ دې ختمه کړی شي، د مرکزي بنګ کنکل پانګې دې افغانستان ته ورکړل شي چې افغانان بغير د کوم خارجي کمک نه خپل اقتصاد په مخ بوځي”.