د اسلام اباد سېشن عدالت د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي د عدت نکاح قضيه کې سزاګانو ضد خواستونه رد کړل او د هغوی سزاګانې یې په برقرار وساتلې. پاکستان تحریک انصاف وويل، د فېصلې پرضد به هايکورټ ته خواست کوي.
د اسلام اباد سېول عدالت جج د سږ د کال فرورۍ په درېمه عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته د عدت دوران د نکاح کولو په جرم کې د اووه، اووه کالو د بند او پينځه، پينځه لکه روپو سزا اورولې وه، بيا د دغو سزاګانو پرضد خواستونه شوي وو.
سزاګانو ته په غبرګون کې عمران خان ويلي وو، په ده باندې په عدت کې د نکاح کولو قضیه د ده د سپکاوي یا بدنامه کولو لپاره جوړه کړل شوې ده او په دې مقدمه کې په بشپړ ډول هڅه شوې ده چې بدنامه کړل شي.
هغه ویلي وو نه یې جوړ جاړی کړی دی اؤ نه به ورته غاړه کښیږدي، حتی که مړ هم شي خو ساز باز به ونه کړي.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه د اسلام اباد اډيشنل سيشن جج افضل مجوکا نن په 27م جون ماسپښين په درې بجې محفوظ کړې فېصله واورله، دا فېصله په 25م جون محفوظه کړل شوې وه، جج د عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي خواستونه رد کړل. په خواستونو کې د عدالت نه د سزاګانو معطل کولو غوښتنه شوې وه.
د عدالت د فېصلې وروسته د تحريک انصاف ګوند عمر ايوب مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، دوی به دغه فېصله په هايکورټ کې چېلنج کوي.
هغه وويل، تر څو چې د دوی د ټول بنديان د عمران خان نه تر ټولو کارکوونکو پورې، هغوی نه وي خوشي شوي، دوی هيڅ ډول خبرو ته تيار نه دي.
تېر کال د نومبر په مياشت کې د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا د اسلام اباد د سېول جج قدرت الله عدالت ته خواست کړی وو او ويلي يې وو، د عمران خان او بشرا بي بي نکاح د عدت وخت پوره کېدو نه مخکې شوی وو او په دواړو یې د ناجايزه تعلقاتو تور لګولی وو.
خاور مانیکا د سېول جج قدرت الله په عدالت کې د شکایت سره سم خپل بیان هم ثبت کړی او د عدالت نه یې غوښتي وو چې بشرا بي بي او عمران خان ته سزا ورکړي.
د خاور مانیکا دا درخواست وروسته له هغې مخې ته راغلی چې له دغې وړاندې محمد حنیف نومي یو تن د عمران خان او بشرا بي بي خلاف د غېرشرعي نکاح په مقدمه کې خپل درخواست بیرته اخستی وو.
عدت څه ته وايي؟
قانون پوهان وايي، عدت دوه ډوله وي، "يو عدت د ښځې او خاوند د طلاق او خلعې نه وروسته وي، بل عدت د ښځې د خاوند د مړينې وروسته وي، د دې خپله خپله موده ټاکل شوې ده".
د قانون پوهانو په خبره، د پاکستان د عايلي يا کورنيو معاملاتو د قانون ترمخه، "د خاوند د مړینې نه وروسته د عدت موده څلور میاشتې او لس ورځې ده او د طلاق او خلعې په صورت کې د عدت وخت درې میاشتې يا 90 ورځې دی"، او "د دواړو ډوله عدت په وخت کې ښځه د هیچا سره د نکاح په صورت کې راشه درشه نه شي کولی دا قانوني او شرعي دواړه حکمونه دي".
قانون پوهان وايي، "د عايلي قوانينو د 90 ورځو پوره کېدو وروسته چې طلاق ډګري يا پوخ وشي هغه بيا متعلقه يونين کونسل ته د تاييد دپاره ولېږل شي او د هلته نه یې تاييد کيږي، او د عدت 90 ورځو کې نکاح ځکه نه شي کېدی وجه یې د ښځې او د هغې د نسل سره جوړيږي".
پوهان وايي په دې کې د وراثت مسله راځي، "د درېو میاشتو نه پس که ښځه واده وکړي يا څلورو میاشتو او لسو ورځو نه وروسته کوم ماشوم زيږوي، نو هغه به معلوم وي چې هغه د کوم خاوند نه وو ځکه دغه کار ته د قانوني بڼې ورکولو دپاره د عدت وخت ټاکل شوی دی د وراثت مسله پکې راځي".