هند پر کېنېډا د خپلو سفارتکارانو د جاسوسۍ تور لګولی او پر سیکانو په برید کې لاس لرل یې رد کړي

هندوستان د شنبې- خالي په ورځ د کېنېډا هغه تورونه رد کړي چې د کورنیو چارو وزیر یې امیت شاه په کېنېډا کې سیک فعالان په نخښه کوي او د اوټاوا "دا تش او بې‌ بنیاده" دعوه یې غندلې ده.

هند په نوي ډیلي کې د کېنېډا سفارتکار ور بللی او د کېنېډا د وزیر د وروستیو تورونو په اړه یې ورته خپل احتجاج ریکارډ کړی دی. هند دا تور هم لګولی چې د اوټاوا حکومت د هند د سفیرانو جاسوسي کوي.

له هنده وروسته کېنېډا د سیکانو تر ټولو لوی کور ګڼل کېږي چې د "خالستان" بیلتونپالي فعالین هم پکې شامل دي او د هند له خاورې د مذهبي لږکیو د بېلېدلو او خپلواک ریاست د جوړولو لپاره فعالیت کوي.

کېنېډا له دې وړاندې هندوستان د خالستان لپاره د یو نامتو سیک فعال 45 کلن هردیپ سینګ نجر د وژنې د پلان په جوړولو تورن کړی وو.

خو روانه اوونۍ د کېنېډا چارواکو ویلي، په دغه هېواد کې د سیک فعالینو په نخښه کولو لپاره یې د هند حکومت له خوا د لوړې کچې د یو پراخ کمپېن نخښې موندلې دي.

چارواکو دعوه کړې وه چې د وزیراعظم نریندرا مودي ځواکمن ښی لاس [امیت شاه] په دغه کمپېن کې لاس لري. امیت شاه د واکمن بهارتيا جنتا پارټۍ (بي جې پي) مخکښ مشر هم دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال وویل، "د هند حکومت د هند د کورنیو چارو وزیر ته د منسوب شویو پوچو او بې‌ بنیاده حوالو له امله په کلکو ټکو احتجاج کوي".

جیسوال زیاته کړه چې په هند کې یو کېنېډايي سفارتکار د بهرنیو چارو وزارت ور بللی او په یو خط کې یې پر امیت شاه باندې د لګېدلو تورونو خلاف ورته رسمي احتجاج کړی دی.

د کېنېډا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډیویډ موریسن روانه اوونۍ د دې هېواد د پارلمان په یوې کمېټۍ کې د واشنګټن پوسټ هغه رپوټ تایید کړ چې په کېنېډا کې یې د سیکانو د ډارولو او وژلو په دسیسه کې د امیت شاه لاس لرلو ته اشاره کړې ده.

واشنګټن پوسټ د کېنېډا د یو اعلی چارواکي له نوم ښودلو پرته د هغه په حواله ویلي وو، امیت شاه په 2023 کال کې د هردیپ سینګ نجر د وژلو په ګډون د استخباراتي معلوماتو راټولولو او د بریدونو کمپېن ته اجازه ورکړې وه.

تر دې وړاندې د کېنېډا وزیراعظم او د دې هېواد ملي پولیسو ویلي وو چې د نجر په وژلو او همدارنګه د خالستان د فعالانو خلاف په ویرولو،‌ تاوتریخوالي او نورو ګواښونو کې د هند د لاس لرلو په تړاو "څرګندې نخښې" شته.

هندوستان پرله پسې دا تورونه رد کړي دي او تېره میاشت ډیلي‌ او اوټاوا هر یو له خپلو هېوادونو د یو بل سفارتکاران وشړل.

د کېنېډا د استخباراتو ادارې د یو رپوټ له مخې هندوستان په بهر کې د سیک بېلتونپالو د څارلو لپاره له سایبر ټیکنالوجۍ کار اخلي او وایي د کېنېډا پر حکومتي نیټورکونو باندې یې سایبر بریدونه هم زیات کړي دي.

د هند بېلتون غوښتونکی سیک مشر هردیپ سینګ نجر د تېر 2023م کال په جون میاشت کې د کېنېډا په برېټش کولمبیا ایالت کې د یوې ګوردواره مخې ته په یو وسلوال برید کې وژل شوی وو.

د کېناډا وزیراعظم جسټن ټروډو د تېر کال په ستممبر میاشت کې په یوه بیان کې هند د دې وژنې ذمه وار بللی وو خو هند دا تور رد کړی وو او دغې دعوې او تورونه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د خرابۍ سبب شوې.

ټروډو د روان کال په پیل کې وویل، هیله لري هند به د دې سنجیده مسلې په ختمېدو کې همکاري وکړي.

هند ویلي دي چې کېنېډا هیڅکله د دغو تورونو په تړاو کوم ثبوتونه ورته نه دي وړاندې کړي.

په کېنېډا کې د هندي کارکوونکو د ځورونې دعوې

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د سې شنبې- نهې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د بهرنیو چارو وزارت د کېنېډا د چارواکو له خوا د هندي سفارتکارانو د څارنې مسئله هم راپورته کړې او ویلي یې دي چې د کېنېډا حکومت د هند سفارتي عمله ځوروي او ډاروي.

ویاند زیاته کړه، یو شمېر هندي سفارتکارانو د کېنېډا حکومت ته خبر ورکړی چې دوی په دوامداره توګه د آډیو او ویډیو په وسیله څارل کیږي او په اړیکو کې یې هم مداخله کیږي. وایي هند دا عمل د سفارتي او کونسلي کنونشنونو سرغړونه ګڼي.

ویاند وویل په اوټاوا کې د هند سفارت او د کونسلګریو کارکوونکي د توندروۍ او تشدد په چاپیریال کې کار کوي. د کېنېډا د حکومت دا چلند د سفارتي اخلاقو خلاف دی او حالت لا پسې خرابوي.

د کېنېډا پولیسو په هېواد کې د وژل شوي سیک بېلتون غوښتونکي مشر هردیپ سینګ نجر د وژنې په تړاو لږ تر لږه څلور کسان نیولي دي.

د کېنېډا د وزیراعظم جسټن ټروډو له وینا وروسته هند له کېنېډا وغوښتل چې په نوي ډیلي کې خپل سفارتکاران کم کړي چې له هغه وروسته د کېنېډا حکومت له هنده خپل 40 سفارتکاران بیرته ور وغوښتل.

د تېرې میاشتې په نیمايي کې هند او کېنېډا د یو بل شپږ سفارتکانو ته له هېواده د وتلو امر کړی وو.

یادونه:- د رپوټ معلوما له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.