د افغانستان د ولسمشر دفتر په دوحه کې د طالبانو سره د نورو افغان مشرانو او استازو تر منځ د خبرو وروسته د خپرې شوې اعلاميې د نیوکو تر څنګ هر کلی کړی.
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي:
"په اعلامیه کې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام په اړه د ناسم پوهاوي او د بیان له ازادۍ څخه د نه ملاتړ په اړه اندیښنه لري"
په دوحه کې په افغانستان کې د حکومت پر ضد په جګړه بوخت طالبانو سره د امریکا د خبرو تر څنګ ځینو افغان مشرانو دوې ورځې د طالبانو استازو سره خبرې کړي.
دا خبرې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو سره هیڅ اړیکې نه لري خو په افغانستان کې د سولې غوښتونکي داسې ډول خبرې مثبت ګڼي.
د افغان مشرانو او طالبانو تر منځ د شوو خبرو وروسته په اعلامیه کې زیات ټینګار په مذهب، اسلامي نظام او د هېواد په خپلواکۍ دی.
خو ښاغلی صدیقي وايي:
" افغانستان نظام د تاریخ په اوږدو کې تل اسلامي نظام و او د افغانستان د اساسي قانون په اساس اسلامي دی او تل به اسلامي وي"
د غونډې ګډونوال د افغانستان د بهرنیو چار پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزي په خپل ټویټر لیکلي:
"نور خلک هم دغې فرصت ته هیله مند دي. دې خبرو اترو موږ یو بل ته نزدې راوستلو او موږ یې د یو بل په ستونزو او مسلو ښه پوهه کړو. مهمه دا وه چې مونږ وتوانېدو له بو بل سره وتړي، او ولې نه شو؟ اخر خو مونږ ټول افغانان یو"
د طالبانو استازي عباس ستانکزي د غونډ وروسته د وي او ای دوو پوښتنو ته داسې ځوابونه ويلي چې ښيي چې طالبان د افغان حکومت سره د خبرو نه ډ ډه کوي او روانې جگړې ته د "فساد/تشدد" د کليمې نه کارولو باندې ټینگار کوي، هغه په دوحه کې رسنیو ته ویلي:
"خپره شوې اعلامیه کومه رسمي یا عملي بڼه نه لري. دا یوازې یو کانفرنس وو او هر چا خپل نظر په کې شریک کړ."
Your browser doesn’t support HTML5
بلې لورې ته د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح په خپل ټویټر لیکلي:
"د طالبانو استازی ستانکزی چې د خپلې کورنۍ سره د پاکستان اوسیدونکی دی، او تر بل هر چا زیات د اې ایس اې په استازیتوب پیژندل شوی وايي، چې هیڅ ډول ټاکنې نه مني. ښکاره خبره ده. یوازینی ځای چې طالبان په کې ټاکنې ګټلی شي هغه د اکوړه خټک مدرسه او نورې دي."
په خپرې شوې اعلامیې کې اته مادې دي چې په کې په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو، د خلکو اساسي حقونو پر خوندیتوب، د سولې لپاره د خبرو پر دوام ټینګار، د جګړې پر ښکېلو غاړو د سختې ژبې نه کارولو، پر ملکي او ولسي ځایونو د بریدونو نه ترسره کولو او په ټوله کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه شوې ده.