د پښتو خوږ ژبي هنرمند کرن خان د وي او اې «ډیوه سازونه» هنري خپرونه کې د خپل ژوند او هنري سفر تر څنګ خوندوره موسیقي هم وړاندې کړې ده. کوربنه: منزه شهید «ډیوه سازونه» دوییمه برخه
ټرمپ د امریکا د خلکو په اتحاد ټینګار وکړ او ویې ویل چې هغه غواړي د ټولو امریکاییانو دپاره صدر وي، نه دا چې د نیمو امریکاییانو دپاره.
د سختو امنیتي اقداماتو دلاندې د ريپبلېکن پارټۍ څلور ورځنۍ غونډه د مېلواکي ښار په زړه کې د فایسرف مرکز کې په داسې حال کې پېل شوه چې د خالي، شنبې، په ورځ ټرمپ په انتخابي جلسه کې په قاتلانه حمله کې زخمي شو
په 2021م کال کې امریکې د خپل پوځ په ګډون تر 80,000 ډېر افغانان له افغانستانه و ایستل او په امریکا کې یې مېشت کړل. دغه افغانان د بشردوستانه پېرول په بنیاد راوړل شوي او د لنډمهالې کډوالۍ اجازه ورکړل شوې، خو دغه لنډمهاله اوسېدو ددغو افغانانو پر ژوند څه ډول اغېز کړی، تفصیل منزه شهید وړاندې کوي:
د افغانستان نه په انخلا کې امریکا ته راوستل شوي افغانان، د دايمي استوګنې اسنادو اخیستو لپاره دا مهال هیڅ لاره نه لري. دې بهیر افغان کډوال له ډیرو ننګونو سره مخ کړي.
په افغانستان کې د جون میاشتې په ۱۴مه، د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز ۱۰۰۰ ورځې پوره کیږي.
د ایکنا کنوینشن کې سږ کال له ۳۰،۰۰۰ هم ډیرو کسانو ګډون درلود. د ICNA کنوینشن په امریکا کې مسلمانه ټولنه ښکیلتیا او له یو بل سره اړیکو جوړولو ته هڅوي. ګډون کوونکي د ټولنې خدماتو، مختلف نوښتونو او خیریه فعالیتونو کې برخه اخلي او د خېر ښیګڼې سازمانونو سره مرسته کوي. تفصیل له منزه شهید څخه.
د امریکا د استازو د جرګې یا هاوز اف ریپرېزینټیټیو مشر اعلان وکړ چې قانون سازان به د ولسمشر بایډن د استیضاح تحقیقات پیلوي
چین وايي، اوکراین او نورو هېوادونو ته به د امن استازی لېږي چې د اوکراین په جنګ کې د منځګريتوب رول ولوبوي. بل پلو د چین صدر شي جېن پېنګ او د اوکراین صدر ولادېمیر زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټېلې فون خبرې کړي. په دې اړه د وي او ای د سفارتي چارو خبریالې سېنډي سېن رپورټ د منزه شهید په غږ کې.
وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو په کار کولو بندیز اعلان کړ، دغه ګام په پراخه کچه په کور دننه او بهر وغندل شو. کارپوهان او د ملګرو ملتونو د ادارې چارواکي وايي د طالبانو بندیز به ميلیونونه افغانانو ته د بشري مرستو رسول زیانمن کړي .
د امریکې صدر جوبایډن اوکراین ته له ناڅاپي سفر وروسته پولېنډ ته تللی او هلته یې یو ځل بیا د نېټو هېوادونو له خوا د روس په خلاف د اوکراین د دفاع ملاتړ کړی. بایډن وایي روس به هیڅکله په اوکراین کې کامیابي تر لاسه نه کړي. د امریکا غږ خبریالې پیتسي وېداکسوارا په راپور کې درته منزه شهید وړاندې کوي.
د پيښور پوهنتون د ژورنالیزم د څانګې ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي افغانستان کې د طالبانو سخت دریځه مفکوره په سیمه او په ځانګړي ډول د پښتنو په علاقو هم منفي اغېزې کړي او که مخه یې و نه نیول شي نو د هغه په قول دا به د یو وایرس په توګه خپور شي
د اېمنېسټي انټرنېشنل ترڅنګ، په افغانستان کې د مېرمنو او د بشري حقونو دپاره د امریکې خصوصي استازي رینا امیر هم د طالبانو د ورستیو سزاګانو غندنه کړې او په طالبانو یې غږ کړی چې دغه ډول سزاګانې دې ودروي
په کابل د طالبانو له قبضې سره د پرتګال لېسبن ښار ته کډه شویو افغان هنرمندانو په دې ورځو کې د یو لوی کانسرټ لپاره تیارې نیسي. منزه شهید
په تېر یو کال کې نه یوازې په نړۍ کې یو هېواد هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی بلکې په طالب مشرانو ګڼ شمېر بندیزونه هم لګیدلي. خو د بشري حقونو فعالان وايي دا ګامونه د ښځو حقونو خوندي ساتلو په لړ کې کافي نه دي.
نور کتل