د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشرۍ کې پاکستانۍ ډله د نهې، سه شنبې، په ورځ کابل ته تلوونکي وه خو په کابل کې د پاکستان سفارت وویل په اسلام اباد کې د خراب موسم له کبله د پلاوي سفر بلې نېټې ته ځنډېدلی دی
د افغانستان د ښځو د تجارت او صنایع خونې مشره منیژه وافق وايي د هېواد اقتصادي حالت او طالبانو له لورې لګیدلي ځینو بندیزونو له کبله د ښځو کاروبارونه د سخت مالي زیانونو سره مخ شوي
د طالبانو ویاند سهیل شاهین په یو وروستي ټويټ کې لیکلي "مونږ ژمن یو چې د اسلامی اصولو په رڼا کې د لومړنیو زده کړو څخه تر لوړو زده کړو پورې انجونو او هلکانو ته مساوی حق ورکړو"
د افغانستان د پخواني حکومت د عدلیې او قضايي چارو پخوانۍ څارنوالانې او قاضیانې وایي د طالبانو د واکمنیدو سره يي واوریدل چې طالبان کور په کور ګرځي او هغه کسان نیسي چې د دولت لپاره يي وظیفه اجرا کوله
د اېمنسټي انټرنېشنل مشرې اګنس کالامار د طالبانو روان سیاست تبعیضي، ناعادلانه او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللی. په افغانستان کې دا مهال یوازې هلکان خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او په میلیونونو انجونې سکولونو د تړل کېدو په سبب په کورونو ناستې دي
د افغان زدکوونکو د خبرو په اساس چې وي او ای ډیوه د فلبرایټ دریځ د معلومولو کوښښ وکړو نو ادارې وویل "موږ په افغانستان کې پیښې له نږدې څارو او د فلبرایټ پروګرام راتلونکي ته بیا کتنه کوو. موږ د افغان زده کونکو هیلو ته ژمن یو."
اففان مېرمنو دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دامریکې یو پلاوي افغانستان کې د طالبانو واک ته تر د رسېدو وروسته، په دوحه کې د طالب استازو سره لومړنۍ مخامخ خبرې شوي
نور کتل