په افغانستان کې د ښځو حجاب جبري کېدو په اړه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت تر حکم درې ورځې وروسته، یو شمېر افغان ښځو د طالبانو د وروستۍ پرېکړې پر ضد په سړکونو او کور دننه احتجاجونه کړي. احتجاج کوونکي وایي چادري یا برقه د افغان ښځو حجاب نه دی.
د مدني ټولنې فعاله مقدسه احمدزۍ وايي د طالبانو بحث پر حجاب نه دی بلکې پر نقاب دی کوم چې اسلام کې د حجاب تعریف څخه ډیر توپیر لري.
"طالبان باید د حجاب لپاره یو مشخصه تعریف ولري. هغه تعریف چې طالبان یې اوس د حجاب تر نامه لاندې راپورته کوي، د دوي هدف حجاب نه بلکې نقاب دی. او نقاب کله هم د هغه تعریف برخه نشي کیدای چې کوم اسلام کړی. زما په نظر هغه بندیزونه چې د طالبانو د حکومت د شروع څخه تر اوسه پر افغانو ښځو لږیدلي، د دوي د دغو بندیزونو معلومیږي چې دوي غواړي په دغو حقونو معامله وکړي او خپلو غوښتنو ته د دغې لارې ورسیږي. نقاب په اسلام کې یو منسوسي مباح عمل دی او په اسلام کې که په دې عمل قید لګیږي او جزا پرې ټاکل کیږي نو دا یو ناراو عمل دی او بیا چې ته په جزايي حکم کې چې ګناه یو تن کړي وي او سزا یې بل ته ورکول کیږی یا د هغې د کورنۍ غړي ته نو دا بیا په اسلام کې د هغې دپاسه یو بل جرم او ګناه ده."
کابل کې احتجاج کوونکې مونیسه رویټرز خبرې ادارې ته وايي:
"دوي د اسلام د نوم لاندې خپل فرهنګ او نظر پر مونږ عملي کوي. د تیرو نهو میاشتو راپدیخوا د طالبانو ټوله اجنډا او پالیسي د ښځو د محدودولو او د ښځو د ورکولو څخه راتاویږي چې د ټولنیز ژوند مخه یې ونیسي."
د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني پخوانۍ مرستیاله ویانده درانۍ جاوید وزیري د طالبانو لخوا په افغان ښځو دوامداره بندیزونو لړۍ بهرنۍ اجنډا بولي او وايي طالبان د افغانستان نیمايي برخه نفوس چې مېرمني دي په تیارو کې ساتل غواړي.
اغلې درانۍ وايي "هغه حجاب چې طالبان یې غواړي د افغانستان پر ښځو یې په زوره ومني، نه شرعي جنبه لري او نه هم د افغانستان د کلتور او رسم او رواج کومه برخه ده بلکې زما په نظر دا هغه اجنډا ده چې د ګاونډي هېواد څخه راوړل شوې ده لکه څنګه چې زمونږ ځوانان په تیرو شلو کلونو کې هم په مدرسو کې وساتل او اوس غواړي د افغانستان نیمه نوره برخه چې ښځې دې په تیارو کې وساتل شي او بېسواده وساتل شي تر څو افغانستان تر کلونو پورې محتاجه پاته شي."
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ کمېشنره شبنم صالحي د طالبانو دغه نوي امر ته د یوه ناقصه امر په توګه ګوري او وايي چې دا د حکومتونو صلاحیت نه دی چې خلکو ته د جامو د څرنګوالي په اړه حکم وکړي.
اغلې صالحي وايي "اوسنی حکم هم د تخنیکي لحاظه ستونزه لري او هم له محتوايي لحاظ څخه ستونزې لري ځکه چې د جامو څرنګوالی د خلکو شخصي خوښه ده او دا په حکومتونو پورې اړه نه لري. او بله خبره دا چې په جزايي قانون کې د یو تن د جرم سزا بل ته نه ورکول کیږي."
د طالبانو د حجاب د پرېکړې پر وړاندې ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې هم سختې اندېښنې څرګندې کړي او د طالبانو له لورې دغه ډول بندیزونه یې د نه منلو وړ بللي.
طالبان وایي د ښځو د حجاب په اړه د دوی د حکمنامې نه غلطه معنا اخېستل شوې.
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر په یو ویډیویي پیغام کې چې د افغانستان سرکاري خبري ادارې – باختر آژانس – په ټوېټر خپور کړی وضاحت ورکړی چې د دوی په حکمنامه کې چادري او برقع صرف د حجاب د مثالونو په حیث ذکر شوي، خو مهمه نده چې هرو مرو دې ښځې برقعې یا چادرۍ په سر کړي.
عاکف مهاجر په خپلو خبرو کې وایي: "چادري او برقع هم حجاب دی، او همدا راز دا تور رنګه اسلامي حجاب چې د سیمې په اسلامي هېوادونو کې ترې کار اخېستل کیږي د حجاب دپاره او عربي حجاب بلل کیږي – رنګ یې مهم نده چې که تور رنګ وي او که بل رنګ وي."
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وینا ده چې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې چې ښځې کوم "پړوني یا ټیکري او څادر" په سر کوي، "دغه ټول حجاب بلل شوي دي او هر یو حجاب ده."
د انساني حقونو فعالان وايي په افغانستان د طالبانو د واکمنیدو وروسته پر ښځو ګڼ شمېر بندیزونه لګول شوي لکه د متوسطه ښوونځیو دروازې د جینکیو پر مخ تړلې شوي او ښځو ته د محرم پرته د کوره په وتلو هم بندیزونه پلې شوي.