د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي ضد د 190 ميلينه پاونډونو يا القادر ټرسټ قضيې فيصله تر 17مې جنورۍ پورې وروسته کړل شوه.
د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه، د احتساب عدالت جج ناصر جاوېد فيصله وانه وروله، او وې یې ويل چې فيصله به په 17مه جنورۍ اورولی شي.
ځايي مطبوعات خبر ورکوي، جج ويلي چې هغه سهار اته بجې اډياله زندان کې عدالت ته رسېدلی خو عمران خان او مېرمن یې عدالت ته نه دي حاضر شوي، ځکه یې فيصله اورول وروسته کړل.
له دې وړاندې ويل شوي وو، فيصله به نن د ګل، دوشنبې په ورځ په 11 بجې اډياله زندان کې اورولی شي.
ويل شوي، د عمران خان وکیل هم تاييد کړی چې نن به دغه فيصله اورولی شي.
د فيصلې د نېټې بدلولو وروسته د تحريک انصاف ګوند چيرمېن بېرسټر ګوهر مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، "نن په اډياله زندان کې مونږ ټول د دې خبرې په انتظار کې يو، چې د عدالت عملې مونږ ته ويلي وو، القادر ټرسټ قضيه کې نن فيصله اورول کيږي خو په دروازه ورته وويل شو، چې په ۱۷مه جنورۍ به کيږي".
هغه وويل، "مونږ ته ښکاري چې زمونږ سره ناانصافي کيږي".
القادر ټرسټ قضيه د 190 ميلينه ډالرو کېس دی. له دې وړاندې د دې فيصلې اورولو دپاره د دسمبر 23مه نېټه ټاکل شوې او بيا ويل شوي وو، د جنورۍ په شپږمه به واورول شي، خو بيا د عدالتي رخصتيانو له امله هم فيصله نه وه اورول شوې.
ياده فيصله په 18م دسمبر محفوظه کړل شوې وه.
د القادر ټرسټ قضيه څه ده؟
پاکستان کې د پي ډي اېم تېر اتحادي حکومت په عمران خان تور لګولی وو چې کله هغه په اقتدار کې وو نو د القادر ټرسټ په نوم د یو خېریه بنسټ لپاره یې د پاکستان دننه د ځمکو د ياد کاروباري تن ملک ریاض نه د پنجاب صوبې د جهلم په سوهاوه سیمه کې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله ځمکه ترلاسه کړې وه.
القادر پوهنتون د القادر ټرسټ یا بنسټ د سیوري لاندې فعالیت لري او عمران خان او د هغه مېرمن د دغه بنسټ مسولین یا مشران دي.
عمران خان ويلي وو دغه ځمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض عطیه کړې وه خو تېر حکومت تور لګولی وو چې دا معامله د عطیې یا چندې نه ده بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض او عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه وه.
د پي ډي اېم حکومت ويلي وو، د برتانيې د نيشنل کرايم ايجنسۍ د پلټنو په نتيجه کې ملک رياض د قضيې کولو په ځای جوړ جاړی کړی او ايجنسۍ دغه پېسې [190 ميلينه پاونډونه] د پاکستان د رياست اثاثه ګرځولې وه.
ويل شوي وو، دغه پېسې بيا برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلې وې خو د عمران خان حکومت بیا دا پېسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 اربو روپو کې شمارلې او جمع کړې وې چې سپریم کورټ یې د کراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی وو.
ملک ریاض د القادر ټرسټ او 190 ميلينه پاونډونو په مقدمو کې اشتهاري ګرځول شوی او عدالت د هغه د جايدادونو ضبط کولو حکم هم کړی دی.
Forum