د پاکستان پوځ دعوه کړې، شمالي وزیرستان کې یې په دوه مختلفو ځايونو کې عمليات کړي، نهه وسله وال یې وژلي او دوه یې نيولي دي.
پوځ پرون ويلي، عمليات د خالي، شنبې په ورځ ترسره شوي دي.
پوځ دعوه کړې، "نهه خوارج یې وژلي دي"، د پاکستان پوځ د تحريک طالبان پاکستان وسله وال د خوارج په نوم يادوي.
پوځي بيان کې ويل شوي، د شمالي وزيرستان د دوسلي په علاقه کې ورته د وسله والو د موجودګۍ اطلاع وه او هلته د استخباراتو په بنياد عمليات ترسره شوي دي.
پوځ هلته په عملیاتو کې د شپږو وسله والو د وژلو او دوه نورو د نيولو دعوه کړې ده.
پوځ ويلي، دويم عمليات د شمالي وزیرستان د ايشام په علاقه کې شوي، هلته یې درې وسله وال وژلي او دوه ژوبل کړي دي.
د وژل شوو وسله والو څخه د وسلې ترلاسه کېدو ترڅنګ ویل شوي، چې دوی د امنيتي ځواکونو ضد ترهګرو هلوځلو او ملکي وګړو په وژنو کې ککړ وو.
پوځ د وژل شوو وسله والو نوره پېژندګلو نه ده ښکاره کړې او نه یې په عملياتو کې پوځ ته د اوښتي تاوان په اړه څه ويلي دي.
د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.
د پاکستان پوځ په داسې وخت کې د نهه وسله والو وژلو دعوه کړې چې د افغانستان په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا صوبې په قبایلي او جنوبي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
په اسلام اباد کې د څېړنې او مطالعاتو مرکز (سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکیورټي سټډيز، سي ار اېس اېس) ازادې ادارې ويلي، په کال 2024م کې د پاکستان کې د تشدد او ناامنۍ تر ټولو زياتې د افغانستان سر په پوله پرتو خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوې وې.
سي ار اېس اېس په خپل رپورټ کې ویلي، په 2024م کال کې شوو ټولو وژنو کې 60 فيصده ملکي وګړي وژل شوي وو.
ويل شوي، په نورو پېښو کې 685 امنیتي عسکرو (د پاکستان پوځ، استخباراتي ادارو غړي، پوليس او نورو قانون نافذونک ادارو غړي) وژل شوي، او دا د کال 2014م نه وروسته د امنيتي عسکرو د وژنو تر ټولو غټه شمېره ده.
سي ار اېس اېس ویلي، خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ زياتې پېښې او وژنې د افغانستان سره په پوله پرتو ضلعو کورمه، شمالي وزيرستان او خېبر کې شوي او له دې نه علاوه ډېره اسماعیل خان، بنو او لکي مروت ناامنۍ او ترهګرۍ ډېرې ځپلې دي.
Forum