د ملګرو ملتونو وروستي راپور له مخه چې د دوشنبې په ورځ د جنورۍ ۲۳مه خپور شو وايي نړۍ په دې کې پاته راغلې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې ټولو ماشومانو ته د مساوي کیفیت لرونکي زده کړې او د زدکړو دایمي فرصتونه برابر کړي.
دا راپور د برخه اخیستونکو هیوادونو د سروی په اساس شوی کوم کې چې د بریا مالومولو لپاره لاندیني ټکي په پام کې نیول شوی: د ماشومانو لومړیو زده کړو کې حاضري، د ښوونځیو څخه بیرته د وتلو فیصدي، د زده کړو بشپړولو فیصدي، د جنډر یا د صنف پر بنسټ د زده کړو بشپړولو فیصدي ؛ په لوستلو او ریاضیاتو کې د مهارت کچه؛ د روزل شويو ښوونکو فیصدي او په عامه زده کړو کې د لګښت فیصدي.
د ملګرو ملتونو تعلیمي ساینسي او کلتوري سازمان یا یونیسکو وايي هیوادونه د کورونا وایرس راتلو او زدکړو باندې اغیز کولو د مخه لا ماشومانو ته په د تعلیم فرصتونو برابرولو کې ناکامه شوي وو.
د یونیسکو په راپور کې ویل شوي دا ناکامي د نړۍ د مشرانو لپاره د بیدارولو لپاره یو غږ دی، ځکه چې په ملیونونه ماشومان به د ښوونځي او لوړ کیفیت د زده کړې څخه محروم پاتې شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا په کال ۲۰۱۵ کې ۱۷ هدفونه ټاکل شوي وو چې تر ۲۰۳۰کال پورې ترلاسه کړي. په دې کې د ښوونې او روزنې معیارونو هدف څلورم ټاکل شوی.
افغانستان
د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې، د پوهنې نړیوالې ورځې په مناسبت پر طالبانو غږ کړی چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیزي.
د بخښنې نړیوال سازمان د اندېښنې په ښودلو ویلي چې په دې کار سره انجونې زده کړو له اساسي حقوقو څخه بې برخې شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:"نجونې د تعلیم په اړه له خپل اساسي حق څخه محرومې شوي دي، له طالبانو څخه غواړو چې ښوونځي د نجونو پر مخ خلاص کړي."
د اګست د میاشتې له ۱۵ مې راهیسې له کله نه چې طالبان په افغانستان واکمنه شوي، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده وکړل شوې.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د جنورۍ په پنځلسمه اسوشېټېټډ پرس خبري ادارې سره په مرکه کې وویل چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه په راتلونکي هجري لمریز کال کې په ټول افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو پرڅرنګوالي کار کوي.
هغه زیاته کړه نجونې او هلکان باید په جلا ښوونځیو کې درس ووايي، د ذبیح الله مجاهد په خبره تر دې دمه لویه ستونزه د ښوونځيو او د نجونو د لیلیو کمښت دی. په هغو سیمو کې چې نفوس زیات دی، د نجونو او هلکانو لپاره په کافي اندازه جلا ټولګي نشته، او د نجونو او هلکانو جلا لپاره جلا ښوونځیو ته اړتیا ده.
هغه وویل: "مونږ د تعلیم مخالف نه یو، بلکه غواړو چې په دې برخه کې موجود مشکلات تر راتلونکي کال پورې حل کړو."
پاکستان
د تعلیمي څانګې یو څیړونکی عمر اورکزی وایس اف امریکا ډیوه ته وایي پښتونخوا کې د سکول نه د بهر ماشومانو شمیره ۳۲ لکو نه زیاته ده او دې کې د صوبې د وروسته پاتې او نوو ضم شوو قبایلي ضلعو ماشومان زیات دي.
ښاغلی عمر وایي ددې بیلا بیل علتونه دي چې پکې د سکولونو کموت لویه وجه ده. د هغه په وینا ۱۵فیصده ماشومان ځکه سکولونو ته نه ځي چې د دوي نه سکول په زیاته فاصله کې وي.
د یوې نظر پوښتنې تر مخه ۷۸ فیصده قبایلي جینکۍ د پرایمري زده کړو نه وروسته تعلیم ځکه پریږدي چې دغلته مډ اؤ هایي سکول نه وي.
دا په داسې مهال ده چې د ۲۰۱۸م نه تر ۲۰۲۱م پورې خیبر پښتونخوا صوبې د تعلیم څانګه کې ۶۳۲اربه روپۍ مصرف کړې دي. خو نا دولتي اداره همقدم وایي پښتونخوا کې ۱۶۶۳ سکولونه غیر فعاله دي