د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مې په ۱۲مه د طالبانو لخوا افغانستان کې پر ښځو د وروستيو بندیزونو په هکله د بندو دروازو تر شا بېړنۍ مشورتي ناسته کړې.
دا ناسته ناروی رابللې وه چې اوس د امنیت شورا دوره يي مشري کوي. دې ناسته کې د امنیت شورا غړو هېوادونو استازو د ناروې لخوا د یوې اعلامیې پر وړاندیز شوې طرحه بحث کړی دی.
ټولنیزه او سیاسي فعاله مقدسه احمدزۍ د دغې غونډې ستاینه کوي خو وايي نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته لا نور جد او عملي ګامونه اخیستل پکار دي.
"زه ګڼم چې دا ډول غونډې به د افغانستان په اوسني او راتلونکي ناوړه حالت د کنټرول موندلو لپاره اغېرناکې وي، خو په کوم ډول چې زمونږ د نړیوال ټولنې او ملګرو ملتونو څخه غوښتنې دي، په کافي ډول ورته پاملرنه نده شوې ځکه چې دوي افغانې مېرمنې او افغان ولس یوازې پریښوده".
د امنیت شورا د دې غونډې بشپړ جزييات لا مخې ته نه دي راغلي خو ویل کېږي چې د ناروې د اعلامیې طرحه کې د طالبانو لخوا افغانستان کې له "اړتیا پرته" له کوره د ښځو د وتلو پر بندیز او د حجاب پر جبري کېدو اندېښنه ښودل شوې.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه له هغه وروسته غونډه رابللې چې پر افغانو مېرمنو د حجاب په اړه نوي بندیزونه لګیدلي. همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په ښځو باندې وروستي محدودیتونه او بندیزونه غندلي دي.
د مدني ټولنې فعاله مقدسه احمدزۍ وايي د طالبانو بحث پر حجاب نه دی بلکې پر نقاب دی کوم چې اسلام کې د حجاب تعریف څخه ډیر توپیر لري.
"طالبان باید د حجاب لپاره یو مشخصه تعریف ولري. هغه تعریف چې طالبان یې اوس د حجاب تر نامه لاندې راپورته کوي، د دوي هدف حجاب نه بلکې نقاب دی. او نقاب کله هم د هغه تعریف برخه نشي کیدای چې کوم اسلام کړی. زما په نظر هغه بندیزونه چې د طالبانو د حکومت د شروع څخه تر اوسه پر افغانو ښځو لږیدلي، د دوي د دغو بندیزونو معلومیږي چې دوي غواړي په دغو حقونو معامله وکړي او خپلو غوښتنو ته د دغې لارې ورسیږي. نقاب په اسلام کې یو منسوسي مباح عمل دی او په اسلام کې که په دې عمل قید لګیږي او جزا پرې ټاکل کیږي نو دا یو ناراو عمل دی او بیا چې ته په جزايي حکم کې چې ګناه یو تن کړي وي او سزا یې بل ته ورکول کیږی یا د هغې د کورنۍ غړي ته نو دا بیا په اسلام کې د هغې دپاسه یو بل جرم او ګناه ده."
طالبان چې تېر کال په اګست میاشت کې په افغانستان حاکمه شول یو وارې بیا د خپلې تیرې دورې د کال ۱۹۹۶څخه تر ۲۰۰۱م په څېر واکمنۍ ته راګرځېدلي او تکراروي، د کوم پر مهال چې مېرمنې د سختو بندیزونو هدف ګرځېدلي وې.
دا مهال په افغانستان کې مېرمنو ګڼ شمېر بندیزونه لګيدلي چې د کوره له محرمه پرته وتل یا سفر کول، د ښځو په جامو اغوستلو، کار ته تللو، د شپږمې ټولګۍ څخه لوړو زده کړو، پارکونو یا رسټورانټونو ته په تللو او داسې نور مواردو سخت محدودیتونه پلې شوي.
په ملګرو ملتونو کې د ناروې مرستیالې سفیرې ټرین هیمربېک د شورا له غونډې مخکې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو تګلارې د هېواد د " اقتصادي ناورین او بشري وضعیت" ته د رسیدو پر ځای د ښځو او نجونو په ځورولو متمرکزې دي، هغې خبرداری ورکړ چې کیدای شي دغه تګلارې د تاوتریخوالي او افراطیت لامل شي.
د طالبانو په دغو نویو لارښوونو کې تاکید شوی دی که ښځې یې عملي نکړي، د کورنیو نارینوو مسئولینو ته به یې سزا ورکړل شي او که دندې لري، دندې به یې وځنډول شي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني مرستیاله ویانده درانۍ جاوید وزیرۍ ډیوې ته وايي چې دا مهال افغانستان د سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی خو د طالبانو تګلارې او اجنډا یوازې پر افغانو مېرمنو د بندیزونو راتاويږي.
اغلې وزیرۍ زیاتوي "افغانستان کې اقتصادي حالت ډیر خراب شوی. مونږ خپله کومه بودیجه نه لرو او پرمختیایيي بودیجه مو هم په ټپه دریدلې. افغانو ښځو په اقتصاد کې خپله فعاله ونډه لرله. هغه ښځو چې شخصي کاروبارونه لرل هغه هر څه له منځه تللي. دا مهال افغانستان کې ښځو ته یوازینی لاره سوالګري پاته ده."
اغلې وزیره زیاتوي چې د افغانستان په نرواکې ټولنې کې د طالبانو دغه نوي بندیزونه به د افغانو مېرمنو په وړاندې لا تاوتریخوالی زیات کړي. هغه په ملګرو ملتونو نیوکې کوي چې په دې لړ کې کافي عملي ګامونه نه دی اخیستلي او پرې غږ کوي چې په دې اړه دې جدي ګامونه واخلي او پر طالب چارواکو دې فشار زیات کړي.
که څه هم طالبان وایي چې د نجونو پر تعلیم یې بندیز نه دی لګولی او حالاتو ته په کتو به د هغوی د ښوونځیو د پرانیستنې اعلان وکړي. خو له کله راهیسې چې یې د افغانستان واک یې اخیستی نه یواځې ښځې په حکومتي او غیر حکومتي دفترونو کې د کار کولو په سره ډول ډول بندیزونه لګیدلي بلکې په ټولنیز ژوند د کوره په وتلو او له محرمه پرته لیرې ځای سفر کولو، او ان تر دې چې د جامو په څرنوګالي يې بندیزونه لګیدلي.