د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۱۸مه، د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړو، اقتصادي بې ثباتۍ او طبیعي آفاتونو له امله میلیونونه افغانان د بې ځایه کېدو او کډوالۍ سره مخ دي.
د کډوالو نړیوال سازمان وایي دا افغانان په سختې پریکړې کې دي چې د اقتصادي فرصتونو، ثبات او خوندیتوب په لټه کې خپل کورونه پریږدي، که نه په خپلو سیمو کې پاتې شي؟
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په دې راپور کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه ویلي چې شاوخوا ۸ میلیونه افغانان په بهر کې، په ځانګړي توګه په پاکستان او ایران کې، او ۶ میلیونه نور په کور دننه د بې ځایه کیدو سره مخ دي.
د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې په اګست کال ۲۰۲۱م کې د رامنځته شوي سیاسي بدلون (د طالبانو له واکمنېدو سره) افغاني ښځې د سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ او د ازادیو د محدودیت له امله تر ټولو زیات اغیزمنې شوي دي.
په دې راپور کې همدارنګه یادونه شوې چې د افغانستان ډېری خلک، په ځانګړې توګه هغه چې له خپلو سیمو څخه بهر تللي، د اقتصادي فرصتونو او د خوندیتوب په لټه کې دي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د افغانستان نږدې نیمایي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي او ډېرې کورنۍ په بشري مرستو او کمکونو باندې انحصار لري.
د کډوالو نړیوال سازمان په دې راپور کې ویلي چې ډېری افغانان د ایران او پاکستان په څلورو سرحدي بندرونو کې د خطرناکو لارو او قاچاقبرانو له لارې خپلو سیمو ته ستنېږي. د IOM د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ستنېدو شمیر لوړ شوی دی.
د IOM په وینا، د اقلیم بدلون هم د کډوالۍ یو لوی عامل شوی دی، چې د جګړو او ناورینونو ترڅنګ یې د افغانانو ژوند لا ګډوډ کړی دی.
د سازمان له خوا د افغانستان د مختلفو ولایتونو د طبیعي آفاتونو لکه سیلابونو او وچکالۍ په اړه هم اشاره شوې ده چې د خوراکي توکو کمښت او د اوبو د بحران لامل شوي دي.
د دې ترڅنګ، د کډوالو نړیوال سازمان د افغانانو لپاره د ژوند شرایطو د ښه کولو لپاره بیړنۍ مرستې او د کورونو بیا رغونې پروګرامونه هم تطبیقوي.
د کډوالو د نړیوال سازمان په دې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه شوې چې د افغانانو د ژوند د ښه کولو لپاره اړینې مرستې چمتو کړي.
د کډوالو نړیواله ورځ هر کال د دسمبر پر ۱۸مه نیټه نمانځل کېږي. دغه ورځ د کډوالو د حقونو، اړتیاوو، او د هغوی لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د هڅو په اړه پوهه خپروي. د دې ورځې نمانځل د بشري حقونو، د کډوالو د ژوند شرایطو، او د هغو ستونزو د حل لپاره د نړۍ په کچه هڅو ته اشاره کوي.