ایران د یورېنیم جوړولو په خپل مرکز د حملې الزام په اسرایل پورې کړی دی خو اېسوسي اېټېډ پرېس خبری ادارې د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل چې اسرایل د ایران په اېټمي ودانۍ د حملې ذمه واري نه ده منلي.
ایراني مامورینو ویلي د ځمکې لاندې د نظنز په اېټمي بټۍ د حملې له امله سنټرې فیوجز یا د یورېنیم تیارولو الاتو ته نقصان رسېدلی دی.
ای پي وايي د اتوار، یکشنبې، په ورځ په نظنز کې د پېښې په اړه څه ډیر تفصیلات مخې ته نه دي راغلي خو ایراني مامورین اول وویل چې د اېټمي مرکز بجلي قطع شوي خو بیا یې ومنله چې په مرکز حمله شوي ده.
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي چې د یورینیم زرغوني کولو سنټري فیوجز ته نقصان رسیدلی دی او دا چې ایران به د اسرایل نه د دې بدل اخلي.
د ایران د جوهري چارو مشر علي اکبر صالحي د اتوار، يکشنبې، په ورځ شوې پیښه جوهري ترهګري بللې ده.
د ایران د سرکاري ټیلي ويژن ترمخه صالحي ویلي چې دې د مایوسۍ دا ګام غندي او په تکرار سره يې غوښتنه کړې ده چې د دې جوهري تره ګرۍ خلاف نړيوالو ادارو او د جوهري تواناېی د څار ادارې لره ودریدل پکار دي.
د اېټمي توانايی نړیوالې ادارې یا ايي ای ايي ای، د اتوار په ورځ وویل چې دوی د حالاتو خبر دي او د دې څارنه کوي خو نور تفصیل يې نه دی شریک کړی. د ملګرو ملتونو دا اداره د ایران د اېټمي پروګرام څارنه کوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوو استخباراتي چارواکو چې د پیښې په تفصیلاتو وو خبر له قوله ویلي چې دې پيښې د یورینیم جوړولو کولو د ایران صلاحیت ته سخت نقصان رسولی دی او د نطنز مرکز بیا خپل حالت ته راوستلو کې نهه میاشتې لګیدلی شي.
دي ټایمز ویلي دي چې د امریکې او اسرایل استخباراتي چارواکي وايي په دې پیښه کې د اسرایل لاس و. د اتوار، یکشنبې، په ورځ د اسرایل یو شمیر میډیا په خپلو خبرونو کې ویلي وو چې کیدلی شي په دې پيښه کې د اسرایل لاس وو او دا د انټرنیټ د لارې حمله یا سايبر اټېک کیدلی شي.
دا ایران په جوهري مرکز کې دا پیښه په داسې وخت شوي ده چې د نړیوالو طاقتونو سره د ایران د جوهري پروګرام په اړه په کال دوه زره پنځلسم کې د شوي لوظنامې د بیا بحالۍ لپاره د امریکې او د ایران ترمنځه په غېر مستقیم ډول د خبرو اترو دویم پړاو شروع کیدونکی دی..
ایران غوښتنه کوي چې د امریکا دې په دوي لګول شوي ټول بندیزونه پورته کړي خو امریکې خبردارې کړی دې چې داسې قسمه غوښتنه خبرې په ځای ودرولی شي.
د امریکې صدر جوبايډن ژمنه کړی ده، که ایران د کال دوه زره پنځلسم په لوظنامه مکمل عمل یقیني کړي، نو امریکا کولی شي بیا په دغه لوظنامه کې شامل شي.
د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په کال دوه زره اتلسم کې امریکا د دې لوظنامې نه بهر کړې وه. او په ایران يې د امریکې ټول بندیزونه بیا پرځای کړي وو..
ایران هم د خپلو ژمنو نه پشا کیدل شروع کړي وو او زرغوني شوي یورینیم يي نور هم ذخیره کول او د زرغوني کولو عمل يي لوړې کچې ته هم رسول شورو کړي وو. ایران غوښتل چې په دوي لګیدلی بندیزونه دې لرې کړل شي.
د نطنز په مرکز دا لومړۍ حمله نه وه. په تیرو وختونو کې هم داسې قسمه بریدونه پرې شوي دي. شاوخوا لس کاله وړاندې د سټکسنیټ سایبراټیک هم په دې کې شامل دی. د دې حملې تور په امریکې او اسرایل لګول شوی وو. د جولای په میاشت کې په نطنز کې یوه پیښه رامخې ته شوی وه. د سینټري فیوجز په پلانټ کې دا شوی وه. او د ایران چارواکو دا د مرکز د مینځه وړلو هڅه بللې وه.
امریکې او اسرایل د وسنۍ پیښې په اړه څه نه دي ویلی.
دا پیښه یوه ورځ وروسته له دې رامنځته شوه کله چې د ایران صدر حسن روحاني په نطنز مرکز کې د یورنیم زرغوني کولو لپاره د جدید سینټري فیوجز لګولو عمل کتلې وو. دا د جوهري وسلې پلو یو اهم ګام ګڼل کېږي. خو د ایران مشر د هیواد هغه دریځ تکرار کړی چې اېټمي پروګرام یې د پرامنه مقاصدو دپاره دی