ایران د اټلي خبریالې چېلیاسالا د ګرفتارۍ تصدیق کړی چې د "اسلامي جمهوریت" د قوانینو د خلاف ورزۍ په سر نيول شوې ده. دا خبر د ایران سرکاري خبري ادارې ایرنا د ګل، دوشنبې، په ورځ خپور کړو.
د اټلي د خارجه وزارت ترمخه ۲۹ کلنه سالا چې د الفولیو اخبار او د شورا میډیا نومې پاډ کاسټ کمپنۍ دپاره کار کوي، د ډسمبر په ۱۹ نېټه په تهران کې ونیول شوه.
د اټلي خارجه وزیر اېنتونیو تاجني د خالي، شنبې، په ورځ په دې اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه چې ایا د سالا ګرفتاري په اټلي کې دا میاشت د یو ایراني د نیول کېدو سره تړلې ده چې اټلي د امریکې په غوښتنه په حراست کې اخیستی دی.
تاجني وویل د خبریالې د ګرفتارۍ معامله پېچیده ده خو روم امید کوي چې هغه به سر ملک ته راوستل شي.
د ایرنا ترمخه د ایران د ثقافت وزارت په یو بیان کې وویل سالا د خبریالې په ويزا د ډسمبر په ۱۳ نېټه ایران ته راورسېده او د ډسمبر په ۱۹ نېټه د "اسلامي جمهوریت" د قوانینو په خلاف ورزۍ ونیول شوه.
شورا میډیا وویل سالا د ډسمبر په ۱۲ نېټه د روم نه ایران ته روانه شوي وه، د خبریالې ویزه يې لرله او د سټوریز یا د قیصو نومې پاډکاسټ درې قسطونه یې ريکارډ کړي وو. هغه د ډسمبر په ۲۰ نېټه روم ته ستنېدله.
د بیان ترمخه، هغه په ټېلې فون د خپلې کورنۍ سره په رابطه کې وه او په تهران کې د اټلي سفارتخانې ته د هغې د ګرفتارۍ اطلاع ورکړې شوي ده.
په وروستي کلونو کې ایران په لسګونو غېر ملکي او د غبرګ شهریت خبریالان نیولي او په زیاترو يې جاسوسي او د امنیت سره تړلې الزامات لګول شوي دي.
د انساني حقونو ډلې په ایران الزام لګوي چې د دې قسمه ګرفتاریو دلارې ایران د نورو ملکونو نه مراعات ترلاس کوي خو ایران دا خبره ردوي چې قېدیان په سفارتي اثررسوخ کې استعمالوي.