ملګري ملتونه: ایران ایټمي وسلو ته د نیزدې درجې یورېنیم زیات کړي دي

د ملګرو ملتونو د ایټمي څارنې ادارې په یو پټ رپوټ کې ویلي، ایران پر خپل ایټمي پروګرام د نړیوالو فشارونه له پامه غورځولي او د غني شويو یورېنیمو ذخیره یې زیاته کړې چې د ایټمي وسلو کچې ته نیزدې شوې ده.

د ایټمي انرجۍ د نړیوالې ادارې په رپوټ کې ویل شوي چې د اکټوبر تر 26مې پورې ایران 182.3 کیلوګرامه یورېنیم لرل چې وایي د غني کولو کچه یې 60 فیصده ده او دا اندازه تر هغه 17.6 کیلوګرامه زیاته ده چې د اګست میاشتې په رپوټ‌ کې ښوول شوې وه.

ایټمي وسلې تر 90 فیصده پورې غني شویو یورېنیمو ته اړتیا لري او ایټمي کچې ته د 60 فیصده یورېنیمو غني کول له تکنیکي پلوه نیزدې شوی حالت دی.

د ایټمي انرجۍ د نړیوالې ادارې په خپل درې میاشتني رپوټ کې اټکل کړی چې د اکتوبر تر 26مې پورې د ایران د غني شویو یورېنیمو ټوله ذخیره 6,604.4 کیلوګرامه ده، چې له اګست راهیسې 852.6 کیلوګرامه زیاته شوې ده.

د ای اې اي اې د تعریف له مخې، شاوخوا 42 کیلوګرامه یورېنیم که تر 60 فیصده پورې خالص غني شوي وي او تر 90 فیصده پورې نور هم غني شي دا د تیورۍ له مخې هغه مقدار دی چې ایټمي وسله ترې جوړه کړل شي.

دا رپوټ په داسې حساس وخت خپور شوی چې اسرایل او ایران په وروستیو میاشتو کې پر یو بل د میزایلو بریدونه کړي او په غزه کې د اسرایل او حماس تر منځ له جګړې سره سره په لبنان کې هم د حزب الله په ضد جګړه زیاته شوې ده.

ایران تېره اوونۍ تهران ته د ایټمي انرجۍ د نړیوالې ادارې د مشر رافیل ماریانو ګروسي د سفر په مهال وړاندیز کړی وو چې د خپلو غني شویو یورېنیمو زېرمې به تر 60 فیصده نه زیاتوي.

د ایټمي انرجۍ نړیوالې ادارې ویلي دي چې له ایراني چارواکو سره یې 60 فیصده ته د غني شویو یورېنیمو (یو-235) د زېرمو د نه زیاتولو په اړه خبرې کړې دي چې وایي د دې د عملي کېدو لپاره په دې کې د ادارې د تکنیکي تایید اقدامات هم شامل دی.

رپوټ وايي، پلټونکو د نومبر پر 16مه له ایرانه د ګروسي له راستنېدو یوه ورځ وروسته تایید کړه چې ایران په دوو تر مځکې لاندې جوهري مرکزونو فردو او نتنز کې 60 فیصده ته د یورېنیمو د غني کولو د عمل د بندولو کار پیل کړی دی.

یوه اعلی غربي سفارتکار د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، برتانیا، فرانس او جرمني د امریکې په ملاتړ روانه اوونۍ د ایټمي انرجۍ د نړیوالې ادارې د بورډ په غونډه کې یو قرارداد وړاندې کوي چې پکې به ایران د همکارۍ د کولو له امله وغندل شي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د سه شنبې- نهې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، امریکا له ایران سره د حساب کولو د هڅو کلک ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه چې د ایران حکومت په لوړه کچه د غني شویو یورېنیمو زېرمې جمع کوي چې وایي هیڅ د اعتبار وړ غیرپوځي یا ملکي هدف نه لري او د ایټمي انرجۍ له نړیوالې ادارې سره بشپړه همکاري نه کوي.

په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د ایران مِشن سمدستي په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده، خو ایران تر دې مخکې په وار وار ټینګار کړی چې ایټمي پروګرام یې یواځې د پرامنه مقصدونو لپاره دی.

تېره اوونۍ د ایران د ایټمي انرجۍ د تنظیم مشر محمد اسلامي خبرداری ورکړ چې که د ای اې اي اې په راتلونکې غونډه کې د ایران پر ضد څه اقدام وشي، تهران به خپل غچ واخلي. د ایټمي‌ انرجۍ د نړیوالې ادارې مشر ګروسي منلې چې ځینې هېوادونه د ایران پر ضد په اقدام کولو باندې غور کوي.