د ایران په اصفهان ښار کې په پوځي مرکز ډرون حمله کونکي مرکزي کسان د ایران امنیتي ځواکونو نیولي چې په شا يې "اسرایلي ورانکاري" وو.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه نیول شوي کسان د ایران سرکاري مطبوعاتو مرکزي په ډرون حمله کې مرکزي کردارونه بللي دي.
ایران په اصفهان کې د جنورۍ د میاشت په 29 نېټه د حملې ذمه واري په اسرایل پورې او ویلي یې دي د حملې بدل به اخلي. روېټرز وايي د دواړو ملکونو ترمنځ د خفیه جنګ دا تازه ټوک (قسط) دی.
اسرایل د ایران د اېټمي پروګرام مخالفت کوي.
د اصفهان په پوځي مرکز حمله د ایران او د مغربي ملکونو ترمنځ د ایران د اېټمي پروګرام او روس ته د ایران د ډرون ورکولو په سر په تاوتریخوالي کې د اضافې په مهال شوي ده.
مغربي ملکونه وايي ایران روس ته هغه ډرون ورکړي چې روسي ځواکونو په اوکراین کې په هدفونو غورځولي دي. ایران وايي روس ته یې ډرون په اوکراین د روس د یرغل نه مخکې ورکړي دي.
ارنا وویل د هغو کسانو شناخت شوي او نیول شوي دي چې په اصفهان کې یې د دفاع وزارت صنعتي مرکز د تباه کولو ناکامه کوښښ کړی و.
ارنا وویل په دغه حمله کې د اسرایل ککړتیا ثابته شوې ده.
د ایران امنیتي ادارو وویل د نیول شویو کسانو تفتیش دوام لري او نور معلومات به په مناسب وخت شایع کړی شي.
روېټرز په خپل رپورټ کې وویل چې اسرایل د ډیر وخت راهسې دا خبره کړې ده چې که چېرې د سفارتکارۍ دلارې د ایران د اېټمي پروګرام او یا د مزایلو پروګرام مخه و نه نیول شوه نو تیار دی چې په ایراني هدونو حمله وکړي. خو اسرایل په خاص حملو څه خبره نه کوي.
ایران په تېرو وختونو کې په اسرایلي اېجنټانو د هېواد دننه د حملو الزام لګولی دی.
د جولای په میاشت کې ایران وویل چې د کرد وسله والو یوه ډله يې نيولې چې د اسرایل دپاره يې کار کولو او منصوبه یې وه چې په اصفهان کې د دفاع صنعت په "حساس" مرکز تباه کړي.
په اصفهان کې د ایران د اېټمي پروګرام ګڼ شمېر تنصیبات موجود دي پکې د یورېنیم تیارولو د ایران مرکزي بټۍ نطنز هم شامل دی. په 2021 کې ایران په اسرایل د نطنز د تباه کولو الزام لګولی و.
په تېرو څو کلونو کې د ایران په پوځي او اېټمي ودانیو کې اورونه لګېدلي او چاودنې شوي دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي