عراق: امریکايي حملې د عراق د خپلواکۍ خلاف ورزي ده، "تباه کوونکې" نتېجې به ولري

د امریکې د بوځ مرکزي کمانډ سېنټکام ویلي په شام او عراق کې جنګي جهازونو برخه اخیستې چې ځینو په کې د امریکې نه پروازونه کړي

عراق په خپله خاوره د ایران په ملاتړ د جنګېدو مسلح ډلو په هدفونو د امریکې د حملو غندنه وکړه، د هېواد د "خپلواکۍ سرغړونه" یې وبللې او ویې وېل امریکايي حملې به د عراق او د سیمې نه بهر "تباه کوونکي" نتېجې ولري.

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ وویل امریکايي ځواکونو په عراق او شام کې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو او د پاسداران په ملاتړ د جنګېدونکو وسله والو په هدفونو حملې شروع کړې.

د عراق د وزیراعظم شیعه السوډاني ترجمان جنرل یحیا رسول په یو بیان کې وویل امریکايي حملې به د عراق او د سیمې د امنیت دپاره تباه کوونکي نتېجې ولري.

د شام سرکاري مطبوعاتو د جمعې په ورځ‌ وویل په "امریکايي جارحیت" کې د شام په صحرايي علاقو کې او د عراق په پوله هدفونه ویشتل شوي دي چې له امله یې مرګ ژوبله شوې ده.

تېره هفته په اردن کې په امریکايی پوځي اډه د ډرون حمله کې د دریو امریکايي ځواکونو د وژل کېدو او تر 40 پورې د نورو عسکرو د زخمي کېدو وروسته صدر جوبایډن په سیمه کې ایران سره د تړلو وسله والو خلاف د پوځي اقدماتو فېصله کړې وه.