لرغوني آثار یا د پخواني تهذیبونو باقیات او نښې ورانولو په اړه د لرغوني آثارو کارپوهه او د پیښور یونیورسټۍ د ارکیالوجي څانگې مرستیال ډائریکر ندالله صحرائي وايي انسان چې دا وخت په ٢١ مه صدۍ کې د ترقۍ په یو حیرانوکې مقام ولاړ دی نو دا يي شپه په شپه نه دی ترلاسه کړی بلکه د نړۍ لرغوني آثارو د ژورې مطالعې ورسته په دې خبره رسیدلی دی چې د ښه او کامیاب انساني ژوند تیرولو لپاره کومې لارې خپلول پکار دي، د ژوند د اوسیدو مهذبه طریقې، د غیر انساني ژوند نه راوتو، یو د پاسه بل حیرانونکې ودانو جوړول او د جدید سائنسې تعلیم دلارې نوي ټیکنالوجۍ ته وده ورکول او دغه ټیکنالوجي د ترقۍ بنیاد گرځولو کې لرغوني آثارو او د انساني تاریخ مطالعې په هر وخت کې انسان دې ته هڅه ولې چې وړاندې لاړ شي.
ندالله صحرائي وايي چې عراق کې د نمرود ښار، د موصل عجائب گهر ورانول وي او که په افغانستان کې د بامیانو مجسمې ورانول دي، دا د انسان په ورستو بوتلل دي ځکه که د نن ترقیافته دور انسان که دغه باقیات مطالعه نه کړې څنگه به ورته معلومیږي چې هاو ده ترقي کړې او نوره يي هم کولی شي.
د باچا خان ایجوکیشن فاونډیشن ډائریکټر او د تندورۍ په چارو کارپوه پروفیسر خادم حسین وايی عراق او شام کې اسلامي خلافت وي او که دې نه وړاندې په په افغانستان کې د اسلامي امارت په نوم د خپل سره جوړ کړی شوي ریاست وسله وال، نو یواځې دانه چې لرغوني آثار ورانول يي هدف دی بلکه دوي د هندوانو، عیسایانو تر څرگند د هر مذهب عبادتخانې ځکه ورانوي او پلویانو يي وژنې چې په نړۍ کې فکري او سیاسي غلبه حاصله کړي او دغه دواړه کارونه دوي چرې هم د دلیل او منطق په بنیاد نشې کولی نو ځکه يي د تشدد لاره خپله کړې. پروفیسر خادم حسین وايي ددې هرڅه پشا یو پوره سوچ او نظریاتي تحریک دی ځکه چې دوې په دې پوه دي چې کله لرغوني آثار یا مادي کلتور د مېنځه یوړل شي نو د انسانو اجتماعي حافظه کې یوه لویه خلا پیدا کړي.
عراق کې د نمرود ښار د لرغوني آثارو ورانولو ترڅنگ نورې ډیر خبرې تاسو په لاندنې لنک اوریدی شۍ
Your browser doesn’t support HTML5
Your browser doesn’t support HTML5