داعش وسله والې ډلې د پېښور د قیصه خوانۍ بازار سره نژدې دشیعه مسلمانانو په امام بارګاه دځانمرګي برید مسولیت په غاړه واخیستلو. د جمعې په ورځ شوي ځانمرګي حمله کې 56 کسان وژل شوي اؤ 194 نور تنان ژوبل شوي دي.
داعش د عربۍ ژبې خپلې وېب پاڼې "عماق" دلارې د حملې ذمه واري ومنلهاو په خبر پاڼه کې یې ووېل دغه حمله جلیبیب الکابلي نومې وسله وال وکړه.
د دې نه وړاندې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د پېښور په امام بارګاه بریک کې بهرني لاسونه ککړ ګرځولي خو نیغ په نیغه یې ددې برید پړه په چا نه ده ور اړولې.
د امریکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترمخه داعش وسله والې ډلې په 2015 کې د افغانستان او پاکستان دپاره د داعش خراسان په نوم د خپلې څانګې جوړولو اعلان وکړو خو په 2019 کې یې وویل چې د پاکستان دپاره بېلا څانګه جوړه کړې ده.
د ورځپانې ترمخه د داعش د پاکستان څانګې په بلوچستان کې د شیعه هزاره ټولنې په ضد د حملو مسولیت منلی دی.
شیخ رشید وایي ددې برید په اړه د وړاندې نه دبېداره اوسیدو کوم رپورټ دوئ ته نه ؤ ورکړل شوی خو څېړونکو بیا دپاکستان دامنیتي ادارو دمعلوماتو راجمع کولو په توان پوښتنې راولاړې کړي اؤ احتمال ښایي چې دا برید ترهګرې ډلې داعش کړی دی.
دجمعې په ورځ دپېښور په قیصه خوانۍ بازار کې دشعیه مسلمانانو په یوه امام بارګاه دنمونځ په مهال ځانمرګي برید شوی چې دپېښور دلیډي ریډنګ روغتون د ویاند له مخې په دې برید کې 56 کسان وژل شوي اؤ 194 نور ژوبل شوي دي.
تر دې وړاندې دهیواد دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دې برید کې د دیرشو کسانو د وژل کیدو اؤ شپیتوؤ نه د زیاتو د ژوبل کیدو پخلی کړی ؤ.
خبریال طاهر خان په ټویټر لیکلي پېښور کې دنمونځ لپاره په راټولو شوؤ نمونځګزارو شوي ځانمرګي برید دترهګرو په بابله دټولو امنیتي ادارو دمعلوماتو راټولو په توان هم پوښتنه راولاړه کړې ده.
خبریال طاهر خان وایي دخیبر پښتونخوا صوبې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري پخپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي وؤ چې هغه په نزدې راتلونکي کې دپاکستاني طالبانو دتحریک په پرتله داعش خراسان دصوبې دامنیت لپاره ستر ګواښ ګڼي.
د طاهر خان په وینا "هرکله چې دپولیسو مشر پخپله دا (داعش)خطره محسوسوي نو بیا خو بېداره اوسیدل هم پکار وؤ"
هغه وایي دیو اسان هدف په نخښه کولو لپاره به ارومرو ترهګرو یو موثره پلان جوړ کړی ؤ اؤ ددې برید سره سم دا پوښتنه راولاړیږي چې څنګه ترهګرو پېښور یا نزدې سیمو کې خپلې ځالې جوړې کړې دي اؤ زمونږ ادارې دترهګرو مرکزونو ته په رسیدو کې ولې نه دې کامیابې شوې ؟
دکورنیو چارو وزیر میډيا ته ویلي چاودنه کې هغه قوتونه ککړ دي چې پاکستان کمزوری کول غواړي اؤ دا چاودنه په یو داسې وخت کې شوې ده چې پاکستان ته څلېریشت کاله وروسته د اسټریلیا دکرکټ لوبډله راغلې ده اؤ دښمن نه دهغوئ راتګ ونه زغمل شو.
په دې وروستیو کې چې افغانستان کې دطالبانو حکومت په واک کې راغلی دپاکستان بیلابیلو سیمو کې ورسره دبمي چاودنو اؤ هدفي وژنو په لړۍ کې چټکتیا لیدل شوې ده.
پاکستان کې چې په دې وروستیو کې څومره حملې شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک،داعش اؤ بیلتون غوښتونکو بلوڅ وسله والو ډلو په غاړه اخستې ده خو دشیعه مسلمانانو په په عبادتخانو د شوؤ زیاترو بریدونو پړه داعش وسله واله ډله پغاړه اخلي.
پېښور کې میشت وتلی خبریال ناصر داوړ وایي وورستي شواهد ښایي چې پاکستان کې تندروه وسلې واله یو ځل بیا منظم شوي دي اؤ ددوئ بیا منظم کیدل دپاکستان د ریاست اؤ خلکو دپاره یو خطرناک ګواښ دی.
وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي دیو کال نه دټي ټي پي امیر مفتي نور ولي دبیلابیلو ضلعو دورې کوي اؤ بیا ددغو دورو ویډيوګانې اؤ عکسونه په سوشل میډيا هم خوریږي خو پځائ ددې چې ددې هرڅه مخنیوی وشي برعکس دپاکستان حکومت ټي ټي پی اؤ نورو وسله والو ډلو نه د امن خیرات غواړي.
هغه وایي په دې وروستیو کې چې پاکستاني طالبانو ته کومه شل کسیزه جرګه دشمالي وزیرستان نه لیږل شوې وه هغې جرګې سره طالبانو له لیدلو اؤ مذاکراتو نه انکار کړی دی.
دناصر داوړ په وینا دطالبانو بندیان پاکستان دهغوئ په غوښتنه خوشې کړي دي چې شمیره یې ۱۰۳ کسانو ته رسیږي خو طالبان اوس دخپلو نورو بندیانو دخوشې کولو غوښتنه هم لري.
هغه وایي څنګه چې د متحده مجلس عمل دحکومت په مهال دې صوبه کې طالبان اؤ نوروې وسله والې دلې منظم وې اوس له هغې هم زیاتې منظم شوي دي اؤ راتلونکی وخت نور هم د اندېښنو ډک ځکه کیدای شي چې حکومت دهغوئ سره یوه نرمه رویه خپله کړې ده