اسلام اباد: د مذهب سپکاوي مقدمو کې یوې مسیحي مېرمنې ته د تېزندۍ او یو بل تن ته د عمري بند سزاګانې اورول شوي

په پاکستان کې د پیکا ایکټ ځانګړي عدالت په سوشل میډیا د مذهب د سپکاوي د موادو شریکولو په تور کې یوې مسیحي مېرمنې ته د تېزندۍ او د اسلام اباد ځایي محکمې یو بل ته د مذهب د سپکاوي په جرم کې د عمري بند سزاګانې اورولې دي.

په شګفته کرن نومې دې مسیحي مېرمنې تور ؤ چې څلور کاله وړاندې یې د واټسف په یو ګروپ کې د پېغبر محمد(ص) د سپکاوي مواد شریک کړي وؤ.

د ډان نیوز د رپورټ له مخې د پیکا ایکټ ځانګړې د اسلام اباد ځایي عدالت د تعزیزات پاکستان د دفعه 296سي په اساس د تېزندۍ اؤ د دریوؤ لکو روپو د جرمانې سزا اورولې ده.

رپورټ وایي دغې میرمنې ته د پاکستان د الیکټرانکي جرمونو د قانون( پیکا ) د سیکشن 11 لاندې د اوو کلونو د بند اؤ یو لک روپو د جرمانې سزا هم اورول شوې.

د ډسټرکټ اینډ سیشنز کورټ اسلام اباد له لوري د قران پاک د بې حرمتۍ په اړه د مقدمې فیصله کې ویل شوي چې مجرمه میرمن د یوې میاشتې دننه د خپلې سزا په ضد اسلام اباد هایکورټ ته د اپیل کولو حق لري.

شګفته کرن په پاکستان کې دویمه مسیحي مېرمن ده چې د پېغمبر اؤ اسلام د سپکاوي د تورونو په مقدمه کې ورته د تېزندۍ سزا اورول شوې ده.

تر دې وړاندې د اسیه بي بي په نوم یوې مسیحي مېرمنې ته د مذهب د سپکاوي مقدمه کې د تېزندۍ سزا اورول شوې وه اؤ تر اتوؤ کالو هغه په زندان کې پرته وه خو بیا په کال 2018م کې سپریم کورټ د هغې اپیل منظور کړو اؤ د اسیه بي بي د خوشې کولو امر یې کړی ؤ.

بي بي سي اردو د پاکستان د پلټنو د مرکزي ادارې ایف آي ای د یو مامور له خولې ویلي چې د اسلام اباد په اوسېدونکې مسیحي میرمن شګفته کرن ستمبر کال 2020م کې د خپل سوشل میډیا اکاونټ نه د اسلام د پېغمبر په بابله د سپکاوي د موادو خپرولو تور لګول شویؤ اؤ په 29 جولاي کال 2021م کې د هغې په ضد مقدمه درج کړل شوې وه اؤ بیا پولیسو نیولې وه.

ډان نیوز وایي چې د اسلام اباد ځایي عدالت د قران پاک د سپکاوي په اړه یوه بله مقدمه کې یو بل تن ته هم د عمري بند سزا اورولې ده خو ددغه تن پيژندګلو هم مخې ته نه ده راوړل شوې.

د امریکا کلوني فاونډیشن فار جسټس (CFJ) د یو نوی رپورټ ترمخه په پاکستان کې د مذهب سپکاوي قانون نه په پراخه توګه غلطه ګټه پورته کیږي.

رپورټ وایي ډیر کسان چې د خپل ځان دفاع کوي بې اساسه تورونو، اوږد مهاله قانوني جګړو او د مقدمې وړاندې د اوږد مهاله جپل وخت تیروي ځکه چې ججان یا قاضیان د مذهبي ډلو د خفه کولو نه بچ کیدو دپاره په احتیاط سره چلند کوي.

د کلوني فاونډیشن فار جسټس قانوني ماهر او د لنډن سکول اف اکنامکس پروفېسر زېمران سیمویل وویل وایي ” په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون په خپل اوسني شکل او په کومه طریقه چې عملي کیږي د اصلاحاتو او بیاکتنې ته سخت ضرورت لري“.

پاکستان چې اکثریتي ابادی یې مسلمانان دي، د اسلام او د اسلام پیغمبر محمد (ص) ته د سپکاوي څرګندونې د دې هېواد د مذهب سپکاوی د قانون له مخې د مرګ سزا ده، که څه هم د دغه قوانینو له مخې تر اوسه هیڅوک هم اعدام شوي نه دي.