د پاکستان په کوربتوب په اسلام اباد کې د نړۍ د مسلمانانو د ټولنې او اسلامي همکاریو تنظیم له اړخه په اسلامي هېوادونو او ټولنو کې د نجونو د تعلیم په اړه دوه ورځنۍ نړیواله غونډه پای ته رسېدلې او ګډونوالو یې له جنسیتي توپیر پرته د نجونو د زدکړو په ګډون د هغوی پر بېلابېلو حقونو ټینګار کړی دی.
د دې کانفرنس په پای کې په خپره شوې نهه صفحې ګډه اعلامیه کې د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو په اړه 17 بېلابېل وړاندیزونه شوي دي او پکې شریک تنظیمونه، ادارې او هېوادونه یې پر عملي کولو پابنده کړل شوي دي.
په "اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم: چېلنجونه او فرصتونه" تر سرلیک لاندې دغه دوه ورځني اسلامي کانفرنس د نجونو تعلیم یوه ټولنیزه اړتیا او ارزښتمن وباله چې پکې د 44 هېوادونو استازو او 150 دیني عالمانو، مفتیانو، امامانو او نورو ګډونوالو برخه اخیستې وه.
د کانفرنس په پای کې په خپره شوې ګډه اعلامیه کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو او د ښځو د رول له پامه غورځول غندل شوي او ټولو ګډونوالو یې ټینګار کړی چې نجونې او ښځې دې د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د تعلیم له لارې توانمندې کړی شي.
په اعلامیه کې په څرګندو ټکو ویل شوي، "له سختو حالاتو پرته په عادي او نامحدود ډول باندې د نجونو د تعلیم د حق ضمانت کول د اسلامي ټولنو فرض دی او د اسلامي اُمت دیني عالمانو د دغه حق روایښت تایید کړی دی، چې باید محدود نه شي".
په دې اعلامیه کې د کوم هېواد او حکومت نوم نه دی اخیستل شوی، خو د افغان ښځو او نجونو حالت پکې یو ډول تصویر شوی، چې د طالبانو تر سختو محدودیتونو او بندیزونو لاندې ژوند کوي او له اعلی تعلیمه محرومې ساتل شوې دي.
د پاکستان حکومت وایي پر افغانستان واکمنو طالبانو ته یې په دې کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو هغوی ورته نه جواب ویلی او نه یې پکې ګډون کړی او نه د طالبانو حکومت تر اوسه د دې کانفرنس په اړه څه ویلي دي.
د دې دوه ورځني کانفرنس په دویمه ورځ د امن نوبل جایزه ګټونکې او د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې ملالې یوسفزۍ په خپله وینا کې وویل، طالبان ښځې انسانان نه ګڼي او له نجونو یې د تعلیم حق اخیستی دی.
ملالې یوسفزۍ له مسلمانو مشرانو وغوښتل، د طالبانو حکومت ته دې قانوني جواز نه ورکوي او ویې ویل، "د مسلمانو مشرانو په توګه اوس یې وخت دی چې غږونه مو اوچت کړئ، خپل زور وکاروئ. تاسو حقیقي مشرتوب ښودلای شئ. تاسو ریښتینی اسلام څرګندولای شئ".
په اعلامیه کې د کانفرنس د ګډونوالو د نظرونو په بنیاد پر دې خبره ټینګار شوی چې د ښځو د تعلیم په اړه غلطو افکارو ته د جواز ورکو لپاره د شرعي متونو او د هغه د جامع هدف د زیانمنولو له پلوه د ناسم تفسیر زیات خطر دی:
"په دې کې کلتوري او دودیز مسایل هم راځي، چې ګډوانولو په څرګند ډول وویل دا ناسم اقدامات د شرعیت خلاف په سنګینو سرغړونو کې شمېرل کېږي".
دې مهم دوه ورځني کانفرنس پرېکړه کړې چې د نجونو د هر ډول دیني او عصري تعلیم او تربیت د معیارونو لوړولو لپاره به کار کوي او د ښځو او نجونو د تعلیم او حقونو لپاره یې د نړیوالو پر مرستو ټینګار کړی دی. په اعلامیه کې نور مهم ټکي دا دي:
"د بې وزلۍ، جګړو او ټولنیزو چېلجونو له امله له تعلیم د پاته نجونو لپاره د زدکړو موقعې برابرول، د وړیا تعلیمي سکالرشپونو په پام کې نیول او د نجونو د تعلیم د ارزښت په اړه د پوهانو، عالمانو، امامانو او مشرانو له لارې د پوهې خپرولو کمپېن او د تعلیمي پروګرامونو پیلول".
د طالبانو په حکومت باندې اسلامي او غیراسلامي هېوادونه او ټولنې نیوکې کوي، چې د دین په اړه "د خپل تفسیر په بنیاد" یې پر افغان ښځو او نجونو کلک بندیزونه لګولي، خو طالبان بیا دا د افغانستان "داخلي مسئله" ګڼي او وایي د افغانستان له کلتوري او شریعت سره سم یې د نجونو اعلی تعلیم ځنډولی دی.
د کانفرنس په اعلامیه کې پر دې باندې ټېنګار شوی چې د نجونو تعلیم یواځې یو دیني فرض نه بلکې یو مهم ټولنیز ضرورت او بنیادي حق دی چې وایي "الهي قانون" یې اجازه ورکړې، نړیوالو منشورونو یې ملاتړ کړی او په ملي اساسي قوانینو یا آیینونو کې په ښه توګه شامل او رجسټر شوی دی:
"د نړیوال امن، ملي یووالي او د ټولنو د پیاوړتیا لپاره د نجونو د تعلیم او د لوستو ښځو د رول د ساتنې لپاره ګډې هڅې ضروري دي، چا چې له دغو دیني اصولو سره مخالفت وکړ او یا یې رد کړل، د اسلامي امت د مفاهیمو د چوکاټ له دغې اجماع بهر دي او برخه یې نه شي بلل کېدای".
د کانفرنس په دویمه ورځ د افغانو نجونو د تعلیم د حقونو په اړه خبرې وشوې او ټینګار یې کړی چې نړیوال په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه دې د نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې د بندیزونو لرې کولو لپاره پر طالبانو فشارونه راولي او دوی ته دې په دې خبره قانع کړي چې دغه بندیزونه ختم کړي.
د کانفرنس په لومړۍ ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا هم د افغان نجونو پر تعلیم په دوامداره بندیز باندې اندېښنه ښکاره کړه او له ګډونوالو ادارو او استازو یې وغوښتل چې افغان نجونو ته له بېلابېلو ممکنه لارو د زدکړو موقعې برابرې کړي.