​ ​ اسلام اباد: په اته کلنه ماشومه له جنسي تیري وروسته د هغې وژونکي ته عدالت دوه ځله د تېزندۍ سزا اورولې ده

په پاکستان کې د ماشومانو د جنسي تیري او وژنې شمیرې د اندیښنې وړ دي. د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو د راپورونو پر اساس یوازې په ۲۰۲۳م کال کې د ماشومانو د جنسي تیري ۴,۲۱۳ پېښې مخې ته راغلې وې .

د اسلام اباد ځایي محکمې په یوې اته کلنه ماشومه له جنسي تیري وروسته د هغې د وژنې په جرم کې ککړ تن ته دوه ځله د تېزندۍ ورکولو حکم کړی دی.

د اسلام اباد ایډیشنل سیشن جج عدنان رسول لاړک د جمعې په ورځ د اته کلنې ماشومې مظهر فاطمه د تښتونې ، په هغې د جنسي تیري اؤ بیا د وژنې د قضیې فیصله اورولې ده.

د پولیسو د رپورټ له مخې په دغه ماشومه پروسکال د اګست په میاشت کې له تښتول کېدو وروسته جنسي تیری شوی ؤ اؤ بیا وژل شوې وه.

د اسلام اباد د سنبل ټانې پولیسو د هغې د تښتونې، جنسي تیري اؤ وژنې مقدمه ددغه ماشومې د نیکه په مدعیت کې درج کړې وه اؤ بیا وروسته یې تېرکال په ۱۷م اګست ددې د مقدمې په تړاؤ د اسلام اباد څخه د اختر علي په نوم یو تن نیولی ؤ.

د اسلام اباد ضلعي عدالت کې نن د دغه مقدمې د فیصلې اورولو په مهال ایډيشنل سیشن جج امر کړی چې مجرم اختر علي دې دوه ځله تیزندي کړل شي.

عدالت دغه مجرم ته د تېزندۍ د سزا تر څنګ د عمري بند اؤ لسو لکو روپو د جرمانې سزاګانې هم اورولې دي.

په پاکستان کې د ماشومانو د جنسي تیري او وژنې شمیرې د اندیښنې وړ دي. د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو د راپورونو پر اساس یوازې په ۲۰۲۳م کال کې د ماشومانو د جنسي تیري ۴,۲۱۳ پېښې مخې ته راغلې وې .

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن


د ماشومانو د حقونو د غیر دولتي سازمان ساحل شمېرې ښیي چې د روان کال ۲۰۲۴ د لومړیو شپږو میاشتو په مهال ګرد هیواد کې د ماشومانو په ضد د تاو تریخوالي اؤ تشدد ۱,۶۳۰ پېښې ریکارډ شوې دي. چې له دې څخه ۸۶۲ جنسي تیري پورې اړه لري.

په دې اغېزمنو ماشومانو کې ۵۹ سلنه نجونې او ۴۱ سلنه هلکان ښودل شوي.

​د ساحل رپورټ وایي چې د ۶ نه تر ۱۵کلونو ماشومان تر ټولو زيات د جنسي تېريو نښه ګرځول شوي دي په کوم کې چې د ماشومانو سره د زياتو په پيښو کې ۴۷ ککړ تنان د هغوي پیژنګلو وو او دغه شان د ماشومانو په ضد د تيريو ۱۸فيصده پيښو کې نا پیژنګلو کسان ککړ موندل شوي دي.

د ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ساحل چارواکی امتیاز احمد سومرو په دې وروستیو کې وي او اې ډيوه ته ویلي د ماشومانو د حقونو په اړه دا وخت د مور پلار اؤ پوليسو د ذمه واریو نه ترسره کېدو او په ټولنه کې د اګاهۍ او تربيت کمی دی.

سومرو وایي" او هم دا هغه ټول وجوهات دي چې له کبله یې ماشومان زموږ په ټولنه کې محفوظ نه دي، دلته قوانين بې شمېره دي ولې په دې د عمل کمی دی، او چرته چې په قانون د عمل کمی وي نو هلته تل ګټه ملزم ته رسيږي".

د ماشومونو د حقونو فعال ډاکټر خلیل احمد ډيوه ته ویلي،رياست کوشش کوي چې د ماشومانو خلاف د زياتي او تېريو په اړه مالومات او شمېرې مخې ته را نه شي.

خو د هغه په وینا غېر دولتي ادارې په دې اړه د يو مضبوط طريقه کار لاندې ډېټا او مالومات راټولوي او دغه ډېره کره ډېټا وي.