اسلام اباد: پر فلسطین پلوه مظاهره چیانو ګاډی خېژوونکی پوځي افسر نیول شوی او پوځ ته سپارل شوی

پولیس وایي اسلام اباد کې د پارلیمان مخې ته په احتجاجي پرلت ناستو مظاهره چیانو باندې ګاډي ورخیژوونکی د پاکستان یو پوځي افسر دی چې له نیول کېدو وروسته پولیسو پوځ ته سپارلی دی.

د اسلام آباد ډي چوک کې د تېرو څو ورځو راهسې د فلسطین په پلوۍ د "غزه بچ کړئ "په نامه احتجاجي ناسته روانه ده اؤ پولیسو ډي چوک ته تلونکې ټولې لارې بندې کړې دي.

د مئ په ۱۷مه د شپې یو تېز رفتاره موټر په دغو مظاهره چیانو ورخېژول شوی چې پکې دوه تنه وژل شوي اؤ یو شمیر نور ژوبل شوي وؤ.

د پولیسو وینا ده چې ددغې پېښې په مهال یې په موقعه د موټر ډرایور نیولی اؤ د هغه پرضد یې مقدمه هم درج کړې ده.

د اسلام آباد پولیسو ویاند نقي جواد بلوچ وي او ای ډيوه سره د خبرو په وخت منلې ده چې نیول شوی تن بلال فیصل د پوځ‌ یو افسر دی اؤ اوس پولیسو هغه د قانون له مخې پوځ‌ ته سپارلی دی.

په دې وروستیو کې په سوشل میډیا داسې اطلاعات مخې ته راغلي چې ګنې د نیول شوي پوځي افسر بلال فیصل پلار هم په پوځ کې یو لویې افسر دی اؤ هغه د خپل زوي خوشې کولو لپاره په پولیسو فشار اچوي.

د اسلام اباد پولیسو ویاند ددې دعوو تصدیق یا تردید نه دی کړی چې ګنې د نیول شوي پوځي افسر پلار هم په پوځ کې لوی افسر دی اؤ د بلال فیصل د خوشې کولو لپاره یې په پولیس فشارونه اچولي دي.

د پولیسو لخوا ډیوه سره د شریک کړی شوؤ معلوماتو ترمخه دې پیښه کې د وژل شوي یو تن پېژندګلو د محمد رومان په نامه شوې ده خو د بل تن پېژندګلو تر اوسه نه ده شوې .

د پاکستان پوځ د خپل قانون ترمخه خپل پولیس هم لري اؤ د دې پولیسو کار دا وي چې که یو پوځي مجرمانه فعالیت کې ککړ وي نو د هغه خلاف تفتیش یا پلټنې کوي اؤ بیا پوځ‌ خپل عدالتونه هم لري چې د حاضر سروس پوځیانو خلاف د مقدمو اوریدنې اؤ فیصلې کوي.

قانون پوهه ارشد حسین یوسفزې وي او ای ډيو ته وایي چې د پاکستان د قانون ترمخه که ټرافیکي پیښه کې څوک مړ شي نو د ډرايور ضمانت کیدای شي خو که دا ثابته شوه چې یو تن د قصدا په بل چا ګاډی ورخېژولی اؤ هغه تن مړ شوی دی نو بیا د قانون ترمخه دا به قتل وي چې سزا یې مرګ دی.

خو د پولیسو لخوا ډیوه سره د شریک کړل شوي اېف آي ار ترمخه د دې پوځي افسر پرضد د درج شوې مقدمه کې د قتل دفعه نه ده شامل کړل شوې.

"غزه بچ کړئ"احتجاجي ناسته د جماعت اسلامي د یو مشر مشتاق احمد په مشرۍ کې د ډیر وخت نه د پارلیمان مخامخ روانه ده خو پاکستاني میډیا ددې په هکله ډیر کم خبرونه خپروي.

د پخواني سینیټر مشتاق احمد وینا ده چې پولیسو دې احتجاج کوونکو سره ناروا سلوک هم کړی دی.

د اسلام آباد انتظامیه وایي چې پلازمینه اسلام اباد کې دفعه ۱۴۴ نافذ کړل شوې ده اؤ د دې ترمخه چاته اجازه نه وي چې احتجاج د پاره راجمع شي.

په پاکستان کې په اېکس رسنۍ "غزه بچ کړئ" پرلت په ټاپ ټرینډ کې شامل دی.

تېر کال به اووم اکتوبر وسله والې ډلې حماس د اسرایل په خاوره د شپې په مهال زرګونه راکټونه ورورولي وؤ چې د اسرایل چارواکو په وینا دغه برید کې نزدې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وؤ اؤ تر ۲۴۰ نور د حماس وسله والو له ځان سره تښتولي اؤ یرغمال کړي وؤ.

ددغه برید نه وروسته اسرایل په غزه کې ځوابي بریدونه پیل کړي چې دغزې د صحت د وزارت د شمیر له مخې تر ۳۵ زرو زیات کسان پکې وژل شوي دي .

پاکستان هغه هیوادونو کې شامل دی چې د اسرایل وجود نه مني اؤ نه ورسره سفارتي تعلقات لري اؤ غزه کې روانو حالاتو باندې پاکستان څو واري سخت تشویش څرګند کړی دی.