د پاکستان پوځ ويلي، د ټانک او جنوبي وزیرستان په پوله وسله والو په امنیتي پوسته د برید هڅه کړې، په شا تمبول شوي او د ځانمرګي په ګډون لس سره حمله کوونکي وژل شوي دي.
د يادې پېښې خبر پرون په 13م مارچ ناوخته ورکړل شوی وو، ځايي خلکو ويلي وو په علاقه کې د زورورې چاودنې او بيا ډزو غږونه اورېدل شوي وو.
پوځ وروسته په جاري کړي رسمي خبر کې ويلي، وسله والو هڅه کوله چې پوستې يا قلعه ته ننوځي، خو امنيتي ځواکونو یې مخه ونيوله او وسله والو بيا د قلعې د بهرني ديوال سره د چاودېدونکو توکو ډک ګاډی تمبولی دی.
پوځ دعوه کړې، امنيتي ځواکونو په زړورتیا سره د وسله والو مقابله کړې، بريد یې شنډ کړی د قلعې د ديوال نه بهر یې د ځانمرګي په ګډون ټول لس خوارج وژلي دي.
د پاکستان پوځ تحريک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.
د ټانک پوليس سرچينو وي او اې ته ویلي، وسله والو د روژه ماتي نه وړاندې د اېف سي ځواک د قلعې نه د بارودو ډک ګاډی تمبولی، دا هغه ځای دی چرته چې د وسله والو د بحالۍ مرکز هم دی.
ويل شوي، ځینې وسله والو د دغه ځای ته د تېښتې هڅه هم کړې خو د امنيتي ځواکونو په ډزو کې ټول بريد کوونکي وسله وال وژل شوي دي.
ځينې سرچينو ويلي، د يو ساعت پورې دغلته ډزې روانې وې او دوه لاروي کسان هم پکې ژوبل شوي دي، خو په رسمي توګه چارواکو په دغې اړه څه نه دي ويلي.
د پاکستان حکومتي مشرتابه د بريد په شنډولو د امنیتي ځواکونو ستاينه کړې ده.
پاکستان کې د تيرې يوې مودې راهسې په ځانګړې توګه خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې دوام لري.
پاکستان کې د تېرې فرورۍ په مياشت کې 79 وسله وال، ترهګر بريدونه شوي، تر ټولو زيات 44 بريدونه پکې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي وو.
دغه شمېرې غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس خپرې کړې او ويلي يې وو، په ټول ملک کې 79 وسله والو بريدونو کې 55 ملکي وګړي او 47 امنيتي عسکر وژل شوي، 81 امنيتي عسکر او 45 ملکي وګړي پکې ژوبل شوي وو.
پيکس ويلي، تر ټولو زيات وسله وال بريدونه په ټوله خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي، پخوانۍ فاټا کې 21 وسله والو بریدونو کې 22 امنيتي عسکر او اته ملکي وګړي او پاتې صوبه کې 23 وسله والو بريدونو کې 13 امنيتي عسکر او 12 ملکي وګړي وژل شوي وو.
د پيکس له مخې، خېبرپښتونخوا کې د زیاتو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان، لشکر اسلام او حافظ ګل بهادر ډلې منلې وې.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په 11م مارچ ويلي، د پرمختګ خوب تر هغې نه شي پوره کېدی څو پورې چې هيواد کې امن نه وي راغلی او ترهګرۍ ګواښ په بشپړ ډول نه وي ختم کړل شوی.
د کابينې غړو ته په وينا کې نوموړي ويلي، په هیواد کې په ځانګړې توګه خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ترهګرۍ بيا سر راپورته کړی، او د ترهګرۍ ضد د امنيتي ځواکونو قربانۍ به بې ځايه نه ځي.