د اسرایل یوه پوځي چارواکي د شنبې- خالي په ورځ وویل، سمندري ځواکونو یې د لبنان په شمال کې د حزب الله یو جګپوړی غړی په داسې وخت نیولی چې د ایران د ملاتړ لرونکې دې ډلې او اسرایلي ځواکونو تر منځ له تېرې میاشتې راهیسې روانه جګړه یو څه نرمه شوې ده.
تر دې مخکې د لبنان چارواکو د شنبې- خالي په ورځ وویل، په دې اړه پلټنې کوي چې آیا د لبنان د سمندري کپتان د نیول کېدو تر شا د اسرایل لاس دی چې د جمعې په ورځ د وسلوالو یوې ډلې شمالي ښار بترون ته نیژدې پر ساحل باندې نیولی وو.
د اسرایل یو پوځي چارواکي د نیول شوي کس د نوم له ښودلو پرته ویلي، "اپرېټیو [سمندري کارکوونکی] د اسرایل خاورې ته وړل شوی او دا مهال ترې پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي".
د ستمبر میاشتې په وروستیو کې چې د دواړو غاړو تر منځ شخړه زیاته شوې له هغه راهیسې دا لومړي عملیات دي چې اسرایل د حزب الله د یو جګپوړي عملیاتي کس د نیولو لپاره د لبنان د شمال په ژورو کې د پوځ د پر ځای کولو اعلان کړی دی.
د ستمبر په وروستیو کې اسرایلي ځواکونو د لبنان پر جنوبي سیمو مځکنی یرغل پیل کړ او د جنوبي بېروت او ختیځ بیکا درې په ګډون یې په ټول هیواد کې هوایي بریدونه زیات کړل، چې په نتیجه کې یې د حزب الله ډېر لوړپوړي کمانډران ووژل شول.
حزب الله یو بیان خپور کړی چې پکې ویل شوي "په بترون سیمه کې د صهیونیسټ [اسرایل] په تېري کې څه پېښ شوي دي". په بیان کې نور تفصیل نه دی ورکړل شوی او نه دا تایید شوې ده چې اسرایل د حزب الله کوم غړی نیولی دی که نه.
د لبنان دوو پوځي چارواکو منلې چې د بیروت له شماله د 30 کیلومیټرۍ په فاصله په بترون کې سمندري ځواک را کښته شو او یو لبنانی وګړی یې وتښتاوه.
چارواکو د دغه سړي نوم او شناخت نه دی په ډاګه کړی او نه یې هم دا ویلي چې آیا هغه د لبنان له حزب الله ډلې سره تړاو درلود که نه. لبناني چارواکو دا خبره هم نه ده تایید کړې چې آیا ورغلي وسلوال کسان اسرایلي ځواک وو که څنګه.
د لبنان د عدلیې درو چارواکو ویلي، دا عملیات د جمعې په سهار وختي شوي او زیاته یې کړه چې کېدای شي کپتان له حزب الله ډلې سره تړلی وي.
چارواکو ویلي په دې اړه پلټنې روانې دي چې ایا دغه سړی له حزب الله ډلې سره تړاو لري او که یې د اسرایل د جاسوسي ادارې لپاره کار کاوه.
د لبنان دواړو پوځي او د عدلیې چارواکو له اسوسیېټیډ پریس سره د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړې دي ځکه چې دوی د پیښې یا د روانو تحقیقاتو په اړه د تفصیلاتو شریکولو اجازه نه لرله.
اسرایلي پوځ چې کله په لبنان کې ددغو عملیاتو په اړه خبره رسنیو ته په ډاګه کړه له هغه دستي وروسته د لبنان وزیراعظم نجیب میقاتي خپل د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د اسرایل خلاف شکایت وکړي.
په تېرو وختونو کې هم اسرایل دې ته ورته په لبنان کې دننه د حزب الله او فلسطیني چارواکو د تښتولو یا وژلو لپاره د کمانډو ځواکونو په وسیله عملیات کړي دي.
د لبنان په جنوب کې د ملګرو ملتونو د امنیت ساتونکي ځواک ویاندې کنډیس اردیل د ځینو ځایي خبریالانو هغه دعوې رد کړې چې ویلي یې دي امن ساتونکو ځواکونو په عملیاتو کې د له اسرایل له مځکنیو ځواکونو سره مرسته کړې ده.
د عملیاتو ځای ته څېرمه په یوه ودانۍ کې د لبنان اوسېدونکو دا پېښه لیدلې او وایي کومو وسلوالو کسانو چې دغه سړی نیولی هغوی ځان د ریاستي امنیتي ادارې د کسانو په توګه ور وپېژانده.
د حسین دیلباني په نوم تن یوه میاشت مخکې د اسرایل او حزب الله د جګړې په پیل کې د لبنان له جنوب څخه اوس دغه ځای ته نیژدې اوسېږي چېرې چې دغه کس نیول شوی دی، هغه وایي:
"موږ وېرېدلي وو. هغوی زموږ د څنګ اپارتمان ته ننوتل. ما فکر کاوه یوه ریاستي اداره امنیتي عملیات کوي."
د لبنان د پبلک ورکس او ټرانسپورټ وزیر علي حمي الجدید ټي وي چېنل ته ویلي، دغه سړی د ملکي بېړیو کپتان وو. هغه په 2022م کال کې فارغ شوی وو او د ستمبر په وروستیو کې د اضافي زدکړو لپاره د بترون د سمندري علومو او ټیکنالوجۍ په انسټیټیوټ کې شامل شوی وو. وایي هغه له انسټیټیوټ سره نیژدې اوسېده.
علي حمي دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې دوو لبناني خبریالانو پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره کړه چې پکې ښکاري شاوخوا 20 وسلوال کسان د یو کور مخې ته د یو سړي سترګې د هغه په خپل کمیس ور تړي او له ځانه سره یې بیایي.