اسرایل د ګل-دوشنبې په ورځ په لبنان کې د حزب الله وسله والو پر ضد خپله جګړه پراخه کړې او په تازه پراخو هوايي بریدونو کې یې لږ تر لږه 490 کسان وژلي او تر 1,650 زخمیان کړي.
د دغه نوي بریدونو سره په سیمه کې د پراخه جګړې وېرې زیاتې شوې دي.
د اسرایل پوځ ویلي د 1,300 نه زیات هدفونه يې په نخښه کړي دي.
د لبنان حکومتي خبري ایجنسۍ د هېواد په جنوبي برخه کې په څو سیمو کې د درنو بریدونو خبر ورکړی دی.
د لبنان د صحت چارواکو ویلي چې په وژل شوو کې 35 ماشومان او 58 ښځې شاملې دي.
د اسرایل پوځ د لبنان په ختیځ کې د البقاع درې- وادۍ اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د حزب الله د وسلو د ډېپوګانو/ د ګودامونو نه دې ځانونه لرې وساتي.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه، په زرګونو خلکو د لبنان د جنوبي سیمو نه د سرښار بېروت په لورې تګ شروع کړی چې له امله يې بېروت ته په تلونکي لوی سړک ټرېفېک جام شوی دی.
د اسرایل د ډيفېنس فورسز یا د دفاعي ځواکونو ترجمان رېير اېډمېرل ډېنييل هېګاري په یو وډیو پېغام کې وویل اسرایلي ځواکونو پس له دې نخښانو جوابي ګامونه پورته کړل چې حزب الله په اسرایلي علاقه د حملې تیاری کوي.
هېګاري وویل حزب الله د ملکي ابادۍ په علاقو کې مزایلې، ډرونز او نوره وسله پټوی او اسرایل د لبنان شهریانو ته هدایت کوي چې د هغو سیمو نه د ووځي چېرته چې حزب الله موجودګي لري.
هېګاري وویل اسرایل د جنګ ټول هداف ترلاسه کول غواړي، په غزه کې حماس ختمول او یرغمالان ازادول غواړي او د هېواد په شمالي سرحد د حزب الله دلاسه راپورته شوی خطر لمنځه وړل او هغه اسرایلیان کورونو ته ستنول غواړي چې د بې امنۍ له امله يې کورونه پرېښودي دي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ په جنوبي لبنان کې د اسرایل د حملو نه مخکې حزب الله ویلي وو د اسرایل په شمالي برخو يې د مزایلو او د توپخانې حملې کړي دي.
د اسرایل د هوايي دفاع نظام د ګل، دوشنبې، په ورځ د هغه ډرون لاره هم ونیوله چې په عراق کې ایران پلوه وسله والې ډلې چلولی و.
اسلامېک رېزېسټنس یا اسلامي مقاومت نومې ډلې وویل په اسرایل کې يو پوځي مزکر په نخښه کولو.
په تېره هفته کې د اسرایل او د لبنان په سرحد تاوتریخوالي د زیاتېدو نه پس د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ په لبنان کې امریکايي شهریانو ته د ملک نه د وتلو امر وکړو.
اسرایل او حزب الله د اتوار، يکشنبې، په ورځ د سلګونو په شمېره کې د مزایلو تبادله وکړه او د اسرایل وزیر اعظم بېنجمن نېټن یاهو وویل د لبنان په پوله د هېواد په شمالي سیمو کې امن او امان بحال کولو دپاره به هر ممکن ګام پورته کوي.
د جعمې په ورځ په اسرایلي حمله کې د حزب الله عسکري کمانډران په بېروت کې ووژل شوو. حزب الله په اسرایل الزام لګولی چې د ډلې په مواصلاتي الاتو کې يې چاودنې کړي چې له امله يې ۳۲ کسان وژل شوي او په زرګونو نور کسان زخمیان شوي دي. اسرایل په دې اړه څه نه دي ویلي.
د حزب الله ډپټي سېکرېټري جنرل نعیم قاسم وویل ډلې د اسرایل خلاف جنګ کې نوي مرحله شروع کړې ده. هغه دا د اسرایل خلاف نه ختمېدونکی د حساب جنګ وبللو.
د امريکې د قومي سلامتیا ترجمان جان کربي د امریکې ای بي سي ټېلې وېژن دېس ويک نوم پروګرام کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل اسرایل او حزب الله ته پکار ده چې د ضبط نه کار واخلي خپله شخړه په مکمل جنګ کې بدلېدو ته ور نه کړي.
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته د اسرایل او حزب الله ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او دواړه فريقېن قریباً روزانه په یو بل ډزې کوي. د جګړې له امله په سلګونو کسان په لبنان کې او په لسګونو کسان په اسرایل کې وژل شوي دي او په زرګونو خلک په دواړو ملکونو کې بې کوره شوي دي.
په غزه کې جنګ په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. په اسرایل کې د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د غزه د صحت وزارت وايي په فلسطيني سیمه کې تر اوسه د ۴۱۴۰۰ نه زیات کسان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. د اسرایل پوځ وايي په غزه کې په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله والو هم شامل دي.
امريکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو مغربي ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.