د اسرایل پوځ وايي د ایران حمله به نتېجې ولري

د اسرایل د ډېفېس فورسز، ايي ډي اېف، ترجمان رېيراېډمېرل ډېنیل هېګاري وویل د ایران د حملې دلاسه يې مرک ژوبلې په اړه يې څه رپورټ نه دي ترلاسه کړی

د اسرایل پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ په هېواد ایران حمله سنجیده ګام وبللو او ويې وېل دا به نتېجې ولري.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، اسرایلي پوځ دا و نه وېل چې اسرایل به په ممکنه توګه کله او څنګه د ایران د حملې جواب ورکوي.

د اسرایل د ډېفېس فورسز، ايي ډي اېف، ترجمان رېيراېډمېرل ډېنیل هېګاري وویل د ایران د حملې دلاسه يې مرک ژوبلې په اړه يې څه رپورټ نه دي ترلاسه کړی.

هېګاري وویل د ایران ځينې مزایل د اسرایل په مرکزي او په جنوبي برخو کې لګېدلي دي.