د اسرایل د پوځ مشر له خپلې عهدې څخه استعفا اعلان کړه

د اسرایل د پوځ مشر هرزي حالوي د نهې یا سه شنبې په ورځ، په اسرایل کې د حماس وسله والو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې د برید په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله له خپلې عهدې استعفا اعلان کړه.

هرزي په داسې حال کې له دندې لري کیږي چې په غزه کې د ۱۵ میاشتو سختو جګړو وروسته د شپږو هفتو اوربند په ځآی شوی دی.

جنرل هرزي حالوي چې د مارچ شپږمه به یې د کار وروستۍ ورځ وي، په خپل استعفا خط کې چې د پوځ له لورې خپور شوی، ویلي چې "د اکتوبر په اوومه د ناکامۍ د پړه منلو وروسته" له عهدې لري کیږي.

اوس شپږ اوونۍ اوربند نافذ دی، خو حلوي وویل، "د جګړې ټول هدفونه نه دي ترلاسه شوي. پوځ به د حماس او د هغې د واکمنۍ د لا زیاتې دړې وړې کولو، د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنېدو د ډاډمنولو لپاره جګړې ته به دوام ورکړي چې د وسله والو د بریدونو له امله بې ځایه شوي اسراییلیان بیرته خپلو کورونو ته راستانه شو.

له برید راهیسې، د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو د برید لپاره د ملامتۍ په اړه پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول پلټنې د جګړې پای ته رسیدو ته انتظار کولی شي.

بل اړخ ته حماس وايي چې دوی به د ګل/ شنبې په ورځ د یرغمل شویو کسانو یو بل پړاو خوشې کړي،.

د حماس یوه چارواکي د نهې/سه شنبې په ورځ اې ایف پي ته وویل چې د یرغمل شویو راتلونکې ډله به څلور اسرایلي ښځې وي چې د اسرایلو لخوا د یو شمیر فلسطیني بندیانو په بدل کې به خوشې شي.

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ ، چې د ګل/ دوشنبې په ورځ یې څوګند پورته کړو

خبریالانو ته وویل: "زه ډاډه نه یم. دا زموږ جګړه نه ده. دا د دوی جګړه ده.

ټرمپ وویل چې د هغه حکومت "شاید" په غزه کې د بیا رغونې له هڅو سره مرسته وکړي .

پنځلس میاشتنۍ جګړې غزه ویجاړه کړې، ډیر کورونه یې ویجاړ کړي چې د خوندیتوب په لټه کې فلسطینیان د جګړې په ودرولو سره د بیرته راستنیدو هیله لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، د دوشنبې په ورځ ۹۱۵ مرستندویه لارۍ غزې ته ننوتلي دي.

اوسنۍ شخړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه پیل شوه، کله چې حماس، چې د امریکا له خوا نومول شوې ترهګره ډله ده، په اسرایلو برید وکړو، چې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې یرغمل کړل. د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسرایلي پوځ په ځوابي بریدونو کې تر ۴۷۰۰۰ ډیر عام خلک وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.."

ددې مطلب لپاره د اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو له معلوماتو استفاده شوې ده.