د اسرایل او حماس تر منځ خبرې اترې بیا په مصر کې پیل شوې

د اسرايل د بهرنيو چارو وزير ګيډیون سار د امريکې د بهرنيو چارو وزير اینټني بلينکن سره په مالټا کې د لیدو په وخت.

د حماس او اسرایل چارواکي وايي، قطر او امریکې چې تېره میاشت په غزه کې د سولې په خبرو کې د نه پرمختګ له کبله مایوسي څرګنده کړې وه او دا خبرې ځنډېدلې وې اوس بیا په مصر کې پیل شوې دي.

د حماس سیاسي چارواکي باسم نعیم د پنجشنبې- زیارت په ورځ اې پي خبري ایجنسۍ ته وویل، په وروستیو ورځو کې د جګړې د ختمولو، له غزې د یرغمل شویو بندیانو د خوشي کولو او په اسرایل کې د فلسطیني بندیانو د خلاصون هڅې "بیا فعاله شوې" دي.

یوې بلې سرچینې اې پي ته ویلي چې د قطر منځګړي مصر ته ستانه شوي دي. واشنګټن پوسټ ورځپانې د جمعې په ورځ په رپوټ کې ویلي، مذاکرات کوونکو اشاره کړې چې په غزه کې د ډزبندۍ تړون ته د رسېدو لپاره "سنجیده هڅې" روانې دي.

ورځپاڼه وايي د اسرايل د بهرنيو چارو وزير ګيډیون سار د امريکې د بهرنيو چارو وزير اینټني بلينکن ته په مالټا کې د لیدو په وخت ويلي، اسرايل په غزه کې د يرغمل شويو کسانو د خلاصون لپاره تړون ته د رسېدو یوه موقع ویني او پر دې باندې عمل کولو ته ژمن دي.

د پنجشنبې- یارت په ورځ ناوخته د اسرایل د کابینې له غونډې وروسته د اسرایل ټیلیویژن «چېنل 12» د حکومتي چارواکو په حواله ویلي، د قطر او مصر منځنګړي په دې باور دي چې:

"که حتی که یو جزوي تړون کېږي او اسرایل د جګړې ختمولو اعلان نه کوي هم خو حماس به په سیمه کې د یو لړ نویو حالاتو له کبله تیار وي چې په "چټکو بحثونو کې برخه واخلي".

رپوټونه وایي د داسې ډزبندۍ په نتیجه کې به "په بشري بنیادونو" د ښځو، ماشومانو او ټپي یرغمل شویو کسانو خوشي کېدل هم شامل وي.

اسرايلي چارواکو ويلي، په بدل کې به اسرايل په سلګونو فلسطيني بنديان خوشي کړي. رپوټ وايي، د اسرایل یو جګپوړی پلاوی به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې قاهرې ته لاړ شي چې پر نوي وړاندیز خبرې وکړي.

د حماس یو مشر وژل شوی

د سولې د خبرو له پیلېدو سره سره د اسرایل دفاعي ځواکونو د جمعې په ورځ ویلي، دوی په غزه کې د حماس د هوايي څانګې مشر نضال النجار "وژلی" دی. ای ډي ایف وايي هغه د اسرایل د امنیتي ادارې په ګډو " او کره" عملیاتو کې وژل شوی دی.

ای ډي ایف دعوه کړې چې النجار د 2023م کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس د هوایي بریدونو له پلانوونکو څخه وو او د جګړې په مهال یې په مرکزي غزه کې د اسرایل او ای ډي ایف خلاف په مهمو بریدونو کې مرسته کړې وه او د پوځیانو په نخښه کولو لپاره یې چاودېدونکي ډرون کارول.

د حماس وسلوالو د اکتوبر په اوومه پر اسرایل باندې په خپل ترهګر برید کې 1,200 کسان ووژل او شاوخوا 250 یې یرغمل کړل چې په هغوی کې شاوخوا 100 تنه لا هم د حماس په ولکه کې دي.

په غزه پټۍ کې د اسرایل په ځوابي برید کې تر شاوخوا 44,500 فلسطینیان وژل شوي دي، د دې سیمې د روغتیا وزارت وایي په وژل شویو کې زیات ملکي‌ وګړي دي خو د جنګیالیو او ملکي وګړو جلا شمېر یې نه دی څرګند کړی.

ایمنیسټي انټرنېشنل د "نسل وژنې" تور

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د دسمبر په پینځمه اسرایل په غزه کې د فلسطینیانو په "نسل وژنه" تورن کړی وو، خو د اسرایل د بهرنیو چارو وزارت دا تورونه په کلکه رد کړي او دا یې د "یهودانو ضد تور" بللی دی.

ایمنیسټي انټرنېشنل په خپل رپوټ کې ویلي وو، د دوی نوی رپوټ نړیوالې ټولنې ته د "بیدارۍ غږ" دی. وایي "د اسرایل د حکومت او پوځي چارواکو د غیرانساني او د نسل وژنې اړوند بیانونو" په اړه د سټېلایټ د مستندو عکسونو، په سیمه کې د کار او له غزې څخه د رپوټونو په بنیاد یې رپوټ ترتیب کړی دی.

د اسرایل د بهرنیو چارو وزارت د دې رپوټ په غبرګون کې په یو بیان کې ویلي، "ایمنیسټي انټرنېشنل یو متعصب تنظیم دی، یو ځل بیا یې یو جعلي رپوټ جوړ کړی دی چې په بشپړ ډول ناسم او په درواغو ولاړ دی".

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.