اسرایلي پوځیانو سویلي لبنان کې د حزب الله ضد ځمکني عملیات پېل کړي

د اسرایل پوځ د پولې پورې غاړه په لبنان کې خپل فعالیت محدود، مقامي او هدفي عملیات وبلل

په لبنان کې ځمکني عملیات د شروع کولو وروسته، د اسرایل پوځ وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ د لبنان په جنوب کې سخته جګړه شوې ده.

واشنګټن پوسټ او نورې خبري ادارې وايي د ۲۰۰۶م راسې دا لومړی ځل دی چې اسرایلي پوځيان لبنان ته اوښتي دي.

د اسرایل پوځ د پولې پورې غاړه په لبنان کې خپل فعالیت محدود، مقامي او هدفي عملیات وبلل.

د اسرایل د پوځ ترجمان رېير اېډمېرېل ډېنییل هېګاري وویل حزب الله په اسرایل د یرغل منصوبه سازي کوله.
هېګاري په یو وډیو پېغام کې وویل که د لبنان ریاست او نړۍ حزب الله د اسرایل د سرحد نه نه شي په شا کولو نو اسرایل سره د دې نه علاوه بله لاره نيشته چې دا کار پخپله وکړي.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو عبوري ځواک یواېن ايي اېف ايي اېل د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل اسرایل ورته په لبنان کې د ځمکني عملیاتو په اړه د خپل ارادې پېشګي اطلاع ورکړې وه او دا چې د ملګرو ملتونو امن ساتوونکي ځواکونه په خپل ځای موجود دي.

یواېن ايي اېف ايي اېل په یو بیان کې وویل د لبنان د پولې نه د راتېرېدلو هر ګام د لبنان د خودمختارۍ او علاقيي سالمیت خلاف ورزي ده او د ټولو فريقېنو نه غوښتنه کوي چې د راپاروونکو اقداماتو نه دې په شا شي. بیان زیاته کړه داسې ډول ګامونه په تشدد او خونرېزۍ کې اضافه کوي.

د قریباً تېر یو کال راهسې د اسرایل او د حزب الله ترمنځ شخړې دلاسه د دواړو ملکونو په سرحدي علاقو کې په زرګونو خلکو کورونه پرېښودي دي.

حزب الله د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د تل ابیب او د لبنان د پولې سره نږدې په اسرایلي علاقو کې يې د اسرایل عسکري هدفونه په راکټونو ويشتلي دي.

د لبنان وزیراعظم نجیب ميقاتي د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل ملک يې د تاریخ د ټولو نه خطرناکې مرحلې نه تېرېږي.

ملګرو ملتونو د نهې، سه شنبې، په ورځ د جګړې نه د متاثره خلکو د امداد دپاره د ۴۲۵ مېلین ډالرو اعلان وکړو او و يې وېل د تشدد او د بې امنۍ دلاسه د پولې دواړو خواو ته د زرګونو خلکو ژوندونه د خطر سره مخامخ دي.

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د ګل، دوشنبې، په ورځ خپل اسرایلي هم منصب یواو ګېلانټ سره په ټېلې فون خبرې وکړي او د خپلې په اړه يې د اسرایل ملاتړ تکرار کړو چې اسرایل د ایران، حزب الله، حماس، د یمن هوثیانو او د ایران حمایت یافته نورو ډلو په ضد د خپلې دفاع حق لري.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې صدر جوبایډن وویل پکار ده چې ډز بندي وشي.

د حزب الله نایب شر نعیم قاسم د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټېلې وېژن خطاب کې وویل که اسرایل لبنان ته داخلېږي نو د حزب الله وسله تیار دي. هغه زیاته کړه چې د مزاحمت ځواکونه په ځمکه مخامخ کېدو ته تیار دي.

د لبنان د صحت وزارت وايي په تېرو دوو هفتو کې د ۱۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي او د ۶۰۰۰ نه زیات زخمیان شوي دي.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته حزب الله د اسرایل په پوله سوله ماته کړه او ويې وېل د حماس سره په یوالي کې ګامونه پورته کوي. امریکې د ایران حمایت یافته دواړه ډلې، حزب الله او حماس، ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.