سعودي عرب: جده غونډه کې نړیوالو د اوکراین په مسله د مشاورت جاري ساتلو فیصله کړې

د روس د خارجه وزیر نایب سرګی ریبکاو غونډه یوه ناکامه او د غربي نړی د هېوادونو د کییف په شا د ودرېدلو هڅه بللې

په اوکراین کې د امن په اړه د جدې غونډې په پایه کې د سعودي حکومت په یو بیان کې ویلي دي چې د غونډې برخه وال په اوکراین کې د امن لپاره په مشاورت جاري ساتلو سلا شوي دي.

د اتوار یکشنبې په ورځ د غونډې وروسته اوکراین ویلي چې په سعودي عرب کې شوې د امن خبرې اترې به په راتلونکي وخت کې د روس سره د جنګ په ختمولو کې مثبته رول ولوبوي.

د روس د خارجه وزیر نایب سرګی ریبکاو غونډه یوه ناکامه او د غربي نړی د هېوادونو د کییف په شا د ودرېدلو هڅه بللې.

د اوکراین صدر ولادي میر زیلېنسکي ویلي هغه غواړي نړیواله غونډه د هغه اوصولو په بنیاد د امن هڅې جاري وساتي چې د تېر کال په پایه کې ټاکل شوي وو.

رایټرز خبري اداره وايي چې د جدې په غونډه کې د امریکا، چین، هند او اروپايي هېوادونو په شمول د څلوېښتو هېوادونو استاذو ګډون کړی وو خو روس په کې ګډون نه دی کړی.

څېړونکي وايي څه که هم چین د جون په میاشت کې د ډنمارک په کوپن هېګن ښار کې د اوکراین امن په اړه ځان له غونډې لرې ساتلی وو او د غربي نړۍ لخوا د روس د غندنې هڅه یې شنډه کړې وه خو څېړونکي په جده غونډه کې د چین ګډون ته د ممکنه بدلون په نظر ګوري.

بلخوا د چین خارجه وزارت د ګل دوشنبې په ورځ ویلي په سعودي عرب کې د اوکراین د بحران اړه غونډه به د جنګ د مسلې حل په لړ کې په نړیوال اتفاق راوستلو کې مرسته وکړي.

رایټرز وايي چې د چین خارجه وزیر وانګ یې د روس خارجه وزیر سره په ټیلي فون خبرو کې ویلي چین به د اوکراین په مسله ازاد او بې طرفه موقف په ځای ساتي چې غواړي دا مسله په سیاسي طریقه حل شي.

رایټرز خبري ادارې په یو خبر کې ویلي دي چې د جرمني حکومت د سعودي عرب په کوربه توب د اوکراین په اړه د امن غونډه کامیابه بللې.

د ګل په ورځ برلن کې د عمومي خبري کانفرنس حکومتي ویاند ویلي د غونډې هڅې ښايي چې نړۍ غواړي په اوکراین کې د جنګ خاتمه وشي. ویاند زیاته کړی جرمني به په دې لړ کې د روانو هڅو برخه ده.