کابل ته تللې جرګې او  ټي ټي پي په دوېمه ورځ هم خبرې کړي 

د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ډوېژن او قبايلي ضلعو نه پرون کابل ته تللې 50 کسيزه جرګې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مشرتابه سره لومړۍ ليدنه هم پرون په کابل کې شوې او نن بيا دغې خبرې پېل شوي دي.

په جرګه کې شامل دوو کسانو وي او اې ډيوه ته د نوم نه ښکاره کولو په شرط دغه خبره کړې ده.

د جرګې يو غړي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډیوه ته وويل، پرون جرګې د ټي ټي پي د مشرانو سره تعارفي ناسته شوې ده او نورې خبرې به روانيږي.

دغه ډول يو بل غړي نن سهار نزدې لس بجې وويل، چې خبرې بيا پېل کيږي.

هغه وويل، "پرون د [د شورو] په مازيګر زمونږ د تحریک طالبان د مشر او د هغه چې کومه کابينه ده د هغو سره زمونږ خبرې شوي دي، هغو هم خپل موقف ويلی دی او زمونږ ګرېنډ [غټې] جرګې هم ورته خپله خبره کړې ده، او دومره خبرې شوي دي".

بل لور ته د ټي ټي پي سرچينو ویلي، کابل ته تللې جرګې ته يې يو ليک ورکړی او په دغه لیک کې د نورو خبرو سره ويل شوي، چې دوی د قبايلي سیمې پخوانی ازاد حیثيت غواړي.

په ليک کې ویل شوي، "که د پاکستان حکومت او امنيتي ادارې امن غواړي نو په هغه صورت کې ممکن دی چې قبايلو ته خپله هغه ازادي ورکړي".

کابل ته د تللې جرګې يو بل غړي هم دغه خبره تاييد کړې، چې "دوی ته کوم مالومات رارسېدلي ټي ټي پي د قبايلي سيمې په صوبه کې ورګډېدلو ته تيار نه دي".

خو دوی ورته ویلي چې "دا د ايين او قانون خبرې دي او دا د دوی په اختیار کې نه ده".

بل لور ته يو پاکستاني چارواکي د جرګې کابل ته تللو نه وړاندې ويلي وو، د ټي ټي پي سره تراوسه پورې شوې خبرې د هيلې وړ/ پُرامېده دي، دواړو خواو دا وخت خبرې ودرولي، د دې دپاره چې د خپلو مشرانو سره مشورې وکړي چې په مخکې څنګه لاړ شي.

دغه خبره وي او اې ته يو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط کړې وه.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په مينځګړيتوب د ټي ټي پي او پاکستاني چارواکو خبرې په داسې حال کې شوي، چې ټي ټي پي د ډز بندۍ غځولو دپاره کومه نېټه ورکړې کومه ډز بندي چې په 30م مې سرته رسېدلې خو پاکستاني چارواکي ويلي، که څه هم د ډز بندۍ اعلان ونه شي د دواړو غاړو نه به بریدونه او عمليات نه کيږي.

چارواکي ويلي، د ټي ټي پي سره په ناستو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني هم څو ځله ګډون کړی او په دغو خبرو کې د هغه مرکزي کردار دی، او سراج الدین د دغو دوامداره ساتلو ويلي وو.

کابل ته په تللې جرګه کې شامل يو بل غړي وي او اې ډیوه ته ویلي، د دوی پرون د سراج الدین حقاني سره هم ليدنه شوې ده.

د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ د خبرو په اړه په مطبوعاتو ځينې داسې خبرونه هم مخې ته راغلي وو چې په هغې کې د طالبانو نورې غوښتنې شاملې وې.

خو پاکستاني چارواکو تراوسه پورې په رسمي ډول د طالبانو سره د خبرو په اړه هيڅ ډول بيان نه دی ورکړی.

ویل شوي ټي ټي پي د پخوانۍ فاټا څخه د پاکستان د پوځ ویستلو او هلته د اسلامي عدالتي نظام په ځای کولو غوښتنه هم کړې، خو پاکستاني چارواکي دغه غوښتنې رد کړې او ويلي يې وو دا د قبلېدو وړ نه دي.

که څه هم پاکستان د ټي ټي پي سره د مزاکراتو دپاره کابل ته جرګه لېږلې خو څيړونکي وايي دا مذاکرات اوس هم دومره اسان نه دي ځکه چې د دواړو خواو نه کوم شرطونه ویل کيږي په هغې کې ځينې ډېر سخت او د قبلولو وړ نه دي.

(په دې خبر کې ځینې مالومات د ډيوه خبريال ارشد مومند شريک کړي دي).