د کورمې دواړه فریقېن په جرګه کې په لویو خبرو رضا شوي: بېرسټر سېف
Your browser doesn’t support HTML5
د خېبرپښتونخوا حکومت وياند بېرسټرسېف په یو خبري بیان کې ویلي، د کورمې ضلعې دواړه فرېقين په غټو غټو خبرو سلا شوي او سني مشرانو د خپلو خلکو سره د سلا د پاره یواځې دوه ورځې وخت غوښتی. نوموړي زیاته کړې یاده جرګه به د سهشنبې/ نهې په ورځ په کوهاټ کې بیا شورو کیږي او د بحث روسته به يوه لوظنامه لاسليک شي.