جان کربي: افغانستان کې د طالبانو لاسو ته ورغلې وسلې د امریکې نه بلکې د پخوانۍ ملي اردو وې

د امریکې د ملي امنیت کونسل ویاند جان کربي وایي کومې وسلې چې افعانستان کې د طالبانو لاس ته ورغلې دي هغه د امریکې نه بلکې د افغانستان د ملي اردو وې.

مطبوعاتو ته د احوال تېرولو په مهال جان کربي ویلي امریکایي ځواکونه چې کله له افغانستان را وتلو نو هلته یې وسلې نه وې پرېښې.

نوموړي ویلي پاکستان د امریکا یو زوړ شراکت داره دی اؤ دغه هیواد اوس هم د پولې د پورې غاړې څخه د ترهګرۍ سره مخ دی.

جان کربي وویل "مونږ د کانګریس په منظورۍ سره دافغانستان د ملي اردو مرسته کړې وه اؤ طالبانو ته چې کومې وسلې په لاس ورغلې دي هغه د امریکې نه بلکې د پخوانۍ ملي اردو وې".

د نوموړي وینا وه چې څه افغان پوځیان طالبانو سره نه جنګیدل غوښتل اؤ وسلې یې غورځولې وې اؤ کله چې طالبان واک ته ورسېدل نو دغه وسلې بیا د هغوي لاسو ته ورغلې.

په اتم دسمبر د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ ویلي وؤ کومه وسله چې افغانستان کې پرېښودل شوې وه هغه اوس د ترهګرو لاسو ته ورغلې ده اؤ مونږ اندېښنه لرو دا د پاکستان په ګډون ټولې سیمې لپاره یو ګواښ دی.

سږ کال د اګست په میاشت کې د هغه وخت د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري یوې دستورې ته وینا کې ویلي وؤ دامریکې اؤ‌ ناټو نه چې افغانستان کې کومې وسلې اؤ مهمات پاتې شوې دي هغه د ترهګرو،جرایم پیشه تنظیمونو اؤ تر دې چې د ډاکوانو لاسونو ته هم ورغلي دي.

په نزدې وختونو کې په افغانستان واکمنو طالبانو دا دعوې په سختۍ سره رد کړي دي چې ګنې ناټو نه افغانستان کې پاتې شوې وسلې دطالبانو لخوا په عامو بازارونو کې پلورل شوي اؤ د ترهګرو لاسونو ته ورغلې دي.

روان کال د جون د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د «سمال آرمز سروې» یا د وړو وسلو سروې په نامه په سویس کې مېشت سازمان او د افغانستان سولې څار په خپل راپور کې لیکلي وو چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د امریکې اؤ ناټو نه افغانستان کې د پاتې شوؤ وسلو دخرڅولو اؤ اخستلو عمل روان دی.

دغو دوو سازمانونو ویلي وؤ ، دغه څېړنیز راپور د 2022م کال په وروستیو کې په هلمند، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې چمتو شوی او د دوی څېړونکو په دغو دریوؤ ولایتونو کې د وسلو شپږ بازارونه لیدلي او داسې اسناد یې ترلاسه کړي، چې ولسي وګړو او سیمه ییزو وسلو پلورونکو ته صادر شوي دي.

خو دغه رپورټ ته په غبرګون کې دافغان طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر لیکلي وؤ "په امریکا کې د ځینو کړیو ادعا چې ګني اسلامي امارت هغه وسلې او تجهیزات چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتي شوي، پر نورو جهتونو پلورلي دي، حقیقت نه لري او موږ یې په کلکه ردوو"

مجاهد ویلي وؤ د بهرنیو ځواکونو له وتلو او دطالبانو له حکومت جوړیدو وروسته ټولې وسلې، تجهیزات او وسایط د هیواد په ډیپوګانو او ذخایرو کې محفوظ شوي او هیچاته اجازه نشته چې آن یو میل وسله هم قاچاق او یا وپلوري.