د امریکې مرستیاله صدرې او د ډیموکرېټ ګوند صدارتي نوماندې کاملا هېریس په ټاکنو کې خپله ماتې ومنله او وایي نن نومبر پر شپږمه یې ډانلډ ټرمپ ته د امریکې د نوي صدر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده.
مېرمن هېریس د چارشنبې- شورو په ماښام پر خپل شخصي ایکس لیکلي، "موږ باید د دغو ټاکنو نتیجې ومنو". هغې د صدر په توګه د ډانلډ ټرمپ منتخب کېدل منلي او په پرامنه توګه د واک د منتقلۍ ډاډ یې ورکړی دی:
"ما نن سهار له صدر ټرمپ سره خبرې وکړې او هغه ته مې د بریا مبارکي ورکړه. ما ورته وویل موږ به له ده او د ده له ټیم سره په [د واک په] منتقلۍ کې مرسته وکړواو واک به په سوله ییز ډول ور وسپارو".
کاملا هېریس د صدارتي ټاکنو له ختمېدو او په ټاکنو کې د خپل سیال ډانلډ ټرمپ له کامیابېدو شاوخوا شل ګنټه وروسته په خپل لومړني غبرګون کې ویلي، د ټاکنو نتیجه هغسې نه ده "کومه چې موږ غوښته، نه هغسې ده د څه دپاره چې موږ مبارزه وکړه، خو غوږ شئ کله چې زه وایم: د امریکې د ژمنې ډیوه به تل روښانه وي".
تر اوسه پورې چې د صدارتي ټاکنو کومې نتیجې مخې ته راغلې دي، د هغه له مخې د ریپبلکن ګوند نوماند ډانلډ ټرمپ کامیابه شوی او د امریکې د 47م صدر په توګه ټاکل شوی دی چې د الیکټرل کالج 295 ووټونه یې ګټلي دي او کاملا هېریس بایللې او 224 رایې یې ګټلې دي.
مېرمن هېریس د خپل ګوند پلویانو او رایه ورکوونکو ته په اشارې سره ویلي، زړه یې د خلکو لپاره له مننې ډک دی ځکه چې وایي ورباندې د ووټ په ورکولو سره باور کړی دی او په دې توګه یې له امریکې سره مینه او خپل هوډ څرګند کړی دی.
د صدارتي ټاکنو د کمپېن په مهال ډانلډ ټرمپ لومړی د ډیموکرېټ ګوند پر اول نوماند صدر جوبایډن باندې سختې نیوکې کولې او هغه یې د صدارت لپاره مناسب کس نه باله او کله چې هغه له نوماندۍ پر شا شو او پر ځای یې کاملا هېریس د ګوند رسمي نومانده شوه نو بیا یې پر هغې هم تنقید کاوه او ویل یې هغه د صدارت وړ نه ده.
کاملا هېریس هم د کمپېن په وروستیو ورځو کې په خپلو احتجاجي غونډو کې پر ټرمپ نیوکې کولې او هغه یې یو "خطرناک" او "توندخویه" کس باله او پر امریکایانو یې ټینګار کاوه چې د سیاست په اړه د ټرمپ له ګډوډ چلنده مخ واړوي.
د ډیموکرېټ ګوند مرستیاله صدره د نومبر پر شپږمه په هغه ویډیو کې خپلو پلویانو ته را ښکاره شوه، چې په هاورډ پوهنتون کې یې ورته وینا کړې ده. پلویانو یې په نعرو او چکچکو هرکلی وکړ او بیا دې هغوی ته په وینا کې وویل، مبارزه به یې درېږي نه بلکې "په عدالتونو او چوکونو کې دوام وکړي".
مېرمن هېریس په خپله وینا کې د خپل خاوند ډګلس ایمهوف، صدر جوبایډن او د خپل مرستیال صدارتي نوماند ګورنر ټیم والز او د خپلو ټولو پلویانو مننه وکړه چې وایي پر دې یې باور او د دې ملاتړ یې کړی دی.
ټرمپ ته د کاملا هېریس پر سختو خبرداریو او پر هغه په نیوکو باوجود هغې د چارشنبې- شورو په ورځ په خپلو خبرو کې د امید څرګندونه وکړه او خپلو ملاتړو ته یې دا خبره په داسې وخت وکړه چې د ځینو سترګې لندې شوې:
"سمه ده چې د خپګان او ناهیلۍ احساس به وي، خو پوه شئ چې همدا به سم وي".
د هغې صدارتي مرستیال د مینیسوټا والي ټیم والز له خپلې کورنۍ سره یو ځای او د استازو اېوان مخکینۍ سپیکره نېنسي پلوسي د کاملا هېریس له پلویانو سره یو ځای د هغې وروستۍ وینا ته ناست وو.
کاملا هېریس وویل، د امریکایي جمهوریت بنیادي اصول دا دي چې څوک ټاکنې وبایلي باید نتیجې ومني او دا اصول جمهوریت له باچاهي او استبداده بېلوي. وایي څوک چې د ولس د باور تر لاسه کولو هڅه کوي باید درناوی یې وکړي:
مېرمن هېریس په ټینګار سره وویل چې امریکایان "یو صدر یا ګوند ته نه، بلکې د امریکې آیین ته وفاداره دي او همدارنګه خپل ضمیر او خدای ته وفاداره دي".
وایي د داسې راتلونکي لپاره به مبارزه پرې نه ږدي چې امریکایان خپلو ارمانونو ته ورسېږي او د امریکې ښځې ازادي ولري چې د حکومتونو پر ځای هغوی خپله د خپلو بدنونو په اړه پرېکړه وکړي.
د امریکې صدر 81 کلن جوبایډن چې پر ډانلډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې پرله پسې سختې نیوکې کړې او د هېریس غوندې یې هغه د صدارت لپاره مناسب شخص نه وو بللی، تر اوسه یې هغه ته په صدر ټاکل کېدو مبارکي نه ده ویلې.
بایډن د 2020م کال په ټاکنو کې له کامیابۍ وروسته د 2021م کال په جنورۍ کې د ټاکنو له نتیجو د ډانلډ ټرمپ د انکار له کبله په "ګډوډۍ" کې واک تر لاسه کړی وو او اوس به د کاملا هېریس له وینا سره سم د 2025م په جنورۍ کې واک په "سوله ییز" ډول نوي ټاکل شوي صدر ډانلډ ټرمپ ته وسپاري.
صدر بایډن د نومبر په شپږمه پر ایکس باندې په خپل یو تفصیلي پوسټ کې کاملا هېریس ډېره ستایلې ده او د خپلې هغې پرېکړې دفاع یې کړې ده چې وایي هغه یې د 2020م کال په ټاکنو کې د خپلې مرستیالې صدرې په توګه نومانده ټاکلې وه.
بایډن وایي هغې په په غیر معمولي حالاتو کې د یو تاریخي کمپېن مشري وکړه او وایي هغه به په خپل مقصد، عزم او خوشالۍ سره مبارزې ته دوام ورکوي او "هغه به د ټولو امریکایانو لپاره اتله پاتې شي".