کراچۍ: پوليسو سره نښته کې درې تندلاري وژل شوي

د وزيراعظم نوازشريف د منظورۍ څخه وروستو دپاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښارکراچۍ کې دامن پځايې کولو دپاره درينجرز ځواکونو تيره شپه دکراچۍ په گڼ شمير کې سيمو کې هدفي عمليات پيل کړي اؤ پوليس چارواکي وائي پوليسو سره نښته کې دپاکستاني طالبانو دتحريک سره تعلق لرونکي درې جنگيالي وژل شوي دي.
دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف تيره ورځ په کراچۍ کې د خپلې وينا په مهال وئيلي وؤ قسم يې کړى چې کراچۍ څخه به بيا د رڼاگانو ښار جوړوي اؤ هيڅکله به دکراچۍ په امن سودا بازي ونۀ کړي.
هرڅو کۀ دکراچۍ يو لويې سياسي گوند متحده قومي موومڼت غوښتنه کړې چې کراچۍ دې پوځ ته وسپارل شي خو وزيراعظم په ډاگه کړې چې کراچۍ کې به دامنيت ټينگولو چارې د رينجرز ځواکونو په لاس کې وي اؤ په هدفي کاروائيو کې به رينجرز ته دپوليس مرسته ترلاسه وي.
رينجرز ځواکونو ته دامنيت ټينگولو د ذمه وارو سپارلو څخه وروستو تيره شپه دکراچۍ دزياتو حساسو سيمو صفورا گوټه اؤ پاپوش نگر سيمو سيمو څخه گيره اچول شوې اؤ ددغه ځائيونو څخه گڼ کسان نيول شوي.
سيمه کې دگڼو کورونو تالاشي هم اخستل شوې ده.
له دې وړاندې دسندهـ درينجرز ځواکونو ډائريکټر جنرل رضوان اختر دکراچۍ دبيلا بيلو سيمو دوره کړې اؤ دصورتحال دجاج اخستو لپاره يې دکمانډ اينډ کنټرول مرکز څخه هم ليدنه کړې.
بلخوا دجرمونو دپلټونکې څانگې دپوليسو ديو مشر يا ايس ايس پي سي ائي ډي چوهدري اسلم ترمخه داطلاعاتو په ترلاسه کولو پوليسو دکراچۍ په ماري پور هديره کې دلټونې عمليات ترسره کړي اؤ په دغه مهال ورانکارو سره نښته کې درې تندلاري شوي دي ، چې تعلق يې دپاکستاني طالبانو دتحريک سره دى.